1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د زړو انسانو د پالنې زده کړې مهاجرو ته اسانه شي»

۱۳۹۶ آبان ۴, پنجشنبه

د آلمان سوسيال ديموکراټ ګوند غواړي چي د زړو انسانانو د پالنې په مسلک کي د مهاجرو زدکړو ته لاره هواره کړي. په دې ترڅ کي د قواعدو د آسانه کولو غوښتنه سوې ده.

https://p.dw.com/p/2mYw0
Diakonisches Altenzentrum
انځور: picture-alliance/dpa/R. Oettel

د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کي د سوسيال ديموکراټ ګوند فراکسيون غواړي چي پناه غوښتونکو ته آسانۍ رامنځ ته سي ترڅو هغوی په کلينيکونو او د زړو انسانانو د پالنې په مراکزو کي په آسانه کار وکولای سي. په دې ترڅ کي د ياد ګوند سياستوالې کېرسټين ګريزه، غوښتنه کړې چي د زوړ انسانانو پالونکو د مرستيال په توګه د زده کړو په ترڅ کي دولدونګ ډوله ويزه لرونکو مهاجرو ته هم لاره پرانستله سي.

ګرېزه ويلي دي چي قواعد بايد داسي بدل سي چي پناه غوښتونکي چي قبول سوي نه دي خو په آلمان کي زغمل کيږي، هغوی هم د زړو انسانانو پالنې په مسلک کي مسلکي دوه کلنيو زدکړو ته لاره پيدا کړي. د هغې د غوښتنې له مخي به پناه غوښتونکي د دغو کلونو له پاره اقامه تر لاسه کړي. د هغې په وينا دغه اقدام به د ادغام له بهیر سره هم مرسته وکړي.

ګريزه د آلمان له راتلونکي ائتلافي حکومت څخه هيله وکړه چي د زړو انسانانو پالنې په مسلک کي د مرستې له پاره پناه غوښتونکو ته لاره ژر پرانيزي. د هغې په وينا په آلمان کي په سخته توګه د زړو انسانانو د پالنې مسلکيانو ته اړتيا سته. د هغې په وينا زيات پناه غوښتونکي د زړو کسانو پالونکو د مرستيال د مسلکي زدکړو وړتياوي لري.

په المان کي د زړو انسانانو شمېر مخ په زياتېدو دی. په عين حال کي د هغو مسلکي کسانو کمښت دی چي زاړه انسانان پالي. د زړو انسانانو پالونکي د مرستيال د مسلک زده کولو له پاره دوه کاله زدکړو ته اړتيا وي. دمګړی هغه مهاجر چي رد سوي وي او ورته د دولدونګ په نوم موقتي ويزه ورکول کيږي د مسلکي زدکړو د پېلولو حق نه لري.