پريانکا چوپرا روهينگيا ماشومانو ته ورغلې ده
۱۳۹۷ خرداد ۴, جمعهد باليووډ دغه ستورې چي د کوچنيانو له پاره د ملگرو ملتونو سفيره هم ده، له نړيوالو څخه ئې په ټينگه غوښتي دي چي د دغو مهاجرو وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.
اوس د بنگله دېش په مهاجر کمپونو کي په زرونو روهينگيايي کوچنيان مېشت دي. هغوی مرستو ته سخته اړتيا لري.
د تيرکال له اگست مياشتي راهيسي د روهينگيا مسلمان اقليت نژدې ۷۰۰ زره کسان د ميانمار پوځ د زورزياتي له کبله د دغه هيواد له راخين ايالت څخه تښتېدلي دي.
د دغو تښتېدلو کسانو چې ډېر ئې د بنگله دېش په کمپونو کي پراته دي نژدې ۶۰ سلنه برخه کوچنيان دي او په دغو کمپونو کي هره ورځ هم نژدې ۶۰ نور ماشومان زېږي.
په بنگله دېش کي د پريانکا چوپرا سفر څلور ورځي دوام کوي او هلته به د «کوکس بازار» کمپ ته چي له ميانمار سره د بنگله دېش په سرحد کي پروت دی سفر وکړي. هغه به هلته له مهاجرو په ځانگړې توگه کوچنيانو سره د زړه خواله وکړي.
د کوچنيانو له پاره د ملگرو ملتونو سفيري د بنگله دېش په پلازمېنه ډاکه کې له اسوشېتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي نړۍ بايد د روهينگيا کوچنيان په زړه کي ونيسي.
زموږ له ارشيفه: