1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پرويز مشرف په کور کي نظر بند دئ»

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۳۰, جمعه

د پاکستان يوې محکمي د جمعې په ورځ د دغه هيواد د پخواني مشر پرويز مشرف په کورني د نظربندۍ حکم صادر کړی دئ. دا لومړی وار دي چي په دغه هيواد کي د يوه پخواني لوی درستيز او جمهور رئيس د نيولو لارښوونه کيږي.

https://p.dw.com/p/18JC8
Pakistan's former President Pervez Musharraf (L) leaves after his appearance before the High Court in Rawalpindi April 17, 2013. Musharraf, facing charges of failing to provide adequate security to former prime minister Benazir Bhutto before her assassination in 2007, was granted interim bail on Wednesday by the Lahore High Court Rawalpindi bench, local media reported. REUTERS/Faisal Mahmood (PAKISTAN - Tags: POLITICS CRIME LAW)
Pakistan Ex-Präsident Musharraf Gerichtsprozessانځور: Reuters

په اسلام آباد کي ستري محکمې د مشرف د نيولو لارښوونه د پجنشبې په ورځ وکړه. د دې اقدام دليل هغه تورونه دي چي له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۸ کاله پوري پر مشرف باندي لگېدلي دي.

د پاکستان پخوانی ولسمشر تر څلور کلن تبعيد وروسته خپل هیواد ته ستون سو چي د می مياشتي په ټاکنو کي گډون وکړي. دغه ۶۹ کلن چي د پنجشنبې په ورځ د خپلو محافظينو په مرسته د محکمې له سالونه ووت، اوس اسلام اباد ته نژدې په خپل کور کي نظر بنده دئ.

د «آل پاکستان مسلم ليگ» گوند يوه وياند ويلي دي :«جنرال مشرف د دوو ورځو له پاره په خپل کور کي نظر بند پاتيږي.» د دغه گوند وياند محمد امجد زياته کړه محکمې لارښوونه کړې ده، چي مشرف دي دوې ورځي وروسته په راولپندۍ کي تروريزم ضد محکمې ته حاضر سي.

که څه هم د جمعې په ورځ وويل سول چي مشرف په خپل کور کي د پاکستاني پوليسو له خوا نيول سوی دئ او محکمې ته بېول سوی دئ، خو پلويان ئې دا راپورونه نه مني.

د مشرف کاري ډلي ويلي دي، چي ستره محکمه به د جمعې د ورځي تر پايه پوري په دې اړه فکر وکړي، چي هغه به په ضمانت آزاد کړي.

پر مشرف باندي د نورو تورنو ترڅنگ يو تور دا لگول کيږي، چي په ۲۰۰۷ کال کي د بېنظير بهوتو د انتخاباتي کمپاين پرمهال چي هغه پکښي ووژل سول، امنيتي تدابير سم نول نيولي.

د پاکستان د سياسي چارو شنونکی حسين عسکري خبر داری ورکوی، چي د مشرف هرډول نيول به انتخابات تر سيوري لاندي راولي. هغه د فرانسې خبري آژانس ته وويل:

«که ستره محکمه د هغه یعني مشرف محاکمه پيل کړي، هغه به نور خلک هم له ځانه سره راکش کړي، چي خپل ځان وژغوري. نو د دې دوسيې تعقيبول به انتخاباتو ته صدمه ورسوي.»

مشرف په ۱۹۹۹ کال کي د يوې پوځي کودتا په نتيجه کي چي مرگ ژوبله پکښې رامنځ ته نه سوه قدرت ته ورسېد او په ۲۰۰۸ کال کي د قدرت پرې ښوولو ته مجبوره سو.

د راتلونکو ټاکنو په انتخاباتي مبارزه کي چي ټاکل سوې ده د می په مياشت کي به ترسره سي، د پاکستان پخوانی لومړی وزير نوازشريف چي د پرويز مشرف له خوا له واکه ليري سو مخکي دئ.