«د نژادي تاوتریخوالي قربانیانو ته دې اقامه ورکړل شي»
۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبهله نن څخه ۲۵ کاله مخکې د ۱۹۹۲م کال د اګست میاشتې په ۲۲ د آلمان په روستوک ښار کې خارجي ضد ښې اړخه آلمانانو، د پناغوښتونکو د استوګنځای پر یو لوی بلاک او تر څنګ یې د یوه ویتنامي پر کور د تیږو په ویشتلو سره خطرناک بریدونه وکړل. پولیسو په اغیزمنه توګه د دغو بریدونو مخه ونه نیوله، چې دې کار په نړیواله کچه غبرګونونه را وپارول.
د مهاجرو د ملاتړ آلمانی سازمان اوس د دغې پيښې د کلیزې په مناسبت، په آلمان کې د نژادي تاوتریخوالي پيښو قربانیانو ته د اقامې حق غوښتنه وکړه. نوموړي سازمان د سه شنبې په ورځ په برلين کې وویل چې داسې یو چلند به «د ښې اړخو د تاوتریخوالي پر ضد یو قوي سیاسي سیگنال وي»، ځکه په خبره یې قربانیان حفاظت او امنیت ته اړتیا لري.
د دغه سازمان له نظره د دا ډول ترخو تجربو د ټپ رغونې له پاره، باید قربانیان د اقامې حق ترلاسه کړي او په دې توګه به په رواني لحاظ په آلمان کې له ملاتړ څخه برخمن شي.
پرو ارزول ټینګار کوي: «سربیره پر دې دا ډول د اقامې حق، د تاوتریخوالي عاملينو ته د کرکې او زورزیاتۍ پر وړاندې د دولت د ښکاره دریځ څرګندویې کوي».
په روان کال کې د آلمان په یو شمیر محدودو ایالتونو کې داسې یو اقدام تصویب شوی دی، خو تر اوسه پورې د ټول هیواد په کچه داسې یوه ګډه قانوني لایحه نه ده موجوده.
نوموړی سازمان دلیل راوړي چې د تاوتریخوالي د عاملینو پر ضد د محاکمې د دوسیو د ارزونې جریان کله نا کله ځکه هم ناکامیږي چې قربانیانو نه شوای کولی شاهدي ورکړي، ځکه دوی له آلمان څخه اخراج شوي دي.
د تاوتریخوالي قرباني مهاجرو ته په برلين کې اقامه ورکول کیږي
د آلمان د جنایې چارو ادارې د رپوټ پر بنسټ، د روان ۲۰۱۷ م کال په لومړۍ نیمایې کې د مهاجرو د استوګنځایونو پر وړاندې د ښې اړخه افراطیانو له خوا د تاوتریخوالي ۱۵۳ پيښې، او د دوی له استوګنځایونو څخه د باندې د بهرنیانو یا پناغوښتونکو پر ضد په مجموع کې ۷۸۷ داسې پیښې ثبت شوي دي.
د مهاجرو د ملاتړ سازمان په دې اړه انتقاد کوي: «دغه ارقام په دې معنا چې هره ورځ د مهاجرو پر ضد تر پنځو ډیر جرمي عملونه چې د ښي اړخي افراطیت انګیزه لري ترسره کیږي.»
تر راتلونکې شنبې ورځې پورې به د آلمان په روستوک ښار کې د یو لړ پروګرامونو په ترڅ کې(د یوې اوونۍ له پاره) د ۱۹۹۲ م کال د اګست د ۲۲ د نژادي زور زیاتیو د پيښو قربانیانو یاد ولمانځل شي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: