1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ۴۰ مهاجرو د ترهگرۍ شک کیږي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

د تندلارو اسلامپالو ډلو ځینو غړو په هدفي توگه ځانونه له مهاجرو سره گډ کړي او آلمان ته رسیدلي دي. د آلمان د جنايي جرمونو فدرال ادارې په دې ترڅ کې لومړنۍ څیړنې پېل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1IlSQ
Attendorn Olpe Großeinsatz Polizei Terrorverdacht IS Razzia
انځور: picture-alliance/dpa/B.Thissen

د آلمان د جنایي جرمونو فدرال ادارې «بي کې اې» د نوو ارقامو له مخې په تیر کال کې د مهاجرو د هجوم د پیلیدو راهیسې د آلمان فدرالي حکومت د مهاجرو په لیکو کې د ترهگرو سازمانونو د غړو او یا هم د هغوی د ملاتړو د احتمالي نفوذ کولو په هکله ۳۶۹ یادښتونه تر لاسه کړي دي. دغه رپوټ د «نویې اوسنا بروکر څایتونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې خپور کړی دی.

لکه څرنگه چې د آلمان د جنایي جرمونو فدرالې ادارې د دغې ورځپاڼې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې په ۴۰ موردو کې د شکمنو کسانو پر ضد لومړنۍ څیړنې پیل شوي دي. په دغو تورنو کې د یوه ترهگر سازمان غړیتوب او د یوه جدي جرم له پاره چمتووالی نیول شامل دي.

د بریدونو د پلانونو په هکله کومې نخښې نښانې نه شته

ویل شوي دي چې چارواکو د کومو احتمالي بریدونو د پلانونو په هکله اساسي نخښې نښانې نه دي موندلي. په پارلمان کې د مسیحي دیموکرات گوند د داخلي چارو کارپوه بوسباخ، نوموړې ورځپاڼې ته ویلي دي چې دغه خطر «باید ډیر جدي ونیول» شي.

نوموړي سیاستوال دې ته اشاره کړې ده چې د ډیر شمیر مهاجرو هویت لا څرگند نه دی او په وینا یې په تیرو میاشتو کې ۶۰ سلنو یې هیڅ کوم پاسپورت له ځانه سره نه درلود.

خو کیڼ اړخي گوند بیا د وارخطایي د رامنځ ته کولو پر ضد خبرداری ورکړی دی. په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوند د داخلي چارو ویاندې اولا یلپکه، ویلي دي دا احتمال چې د ډیر شمیر مهاجرو په منځ کې د اسلامي دولت، انفرادي ملاتړي یا روزل شوي قاتلین شته، باید د دې سبب و نه گرځي چې اوس د عراق او سوریې مهاجرین تر عمومي شک لاندې ونیول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب