«پر کندز هوایي برید کې د ملکي تلفاتو شواهد نه شته»
۱۳۹۶ آبان ۱۶, سهشنبهتر دې دمخه په کندز ولایت کې ځایي چارواکو ادعا کړې وه چې پر چهار درې ولسوالۍ په یوه هوایي برید کې ډېر ملکي کسان وژل شوي دي. د دغه برید د جزئیاتو په هکله بیلا بیل ارقام وړاندي کیدل.
د متحدو ایالاتو ځواکونو په خپله بیانه کې په کندز ولایت کې هوایي بریدونه تائید کړې دي چې په وینا یې د دښمن ډیر جنګیالي وژلي دي. خو هغوی ویلي دي چې د دوی څیړنه چې په آزاده توګه تر سره شوې ده، ښيي چې ملکیان وژل شوي نه دي.
په دغه بیانیه کې راغلي دي په دغه سیمه کې کوم روغتون یا کلینک نه دی په نخښه شوی چې د وسله وال کړکیچ څخه د ټپيانو شوو کسانو درملنه دي کړي وي.
د کندز د ولایتي شورا یوه غړي سیف الله امیري، د یکشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې هوایي بریدونه د چهار درې ولسوالۍ پر درو کلیو شوي دي چې په وینا یې ۲۲ ملکي وګړي یې وژلي دي.
امیري ویلي ول چې «په دغه برید کې ۴۰ تنه ټپیان شوي هم دي». د هغه په خبره دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د نورو کلیو اوسیدونکي د طالبانو جسدونو راوړلو پسې ولاړل چې په مخکني هوایي برید کې وژل شوي ول.
د متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له لوري د افغانستان په هکله د نوې ستراتیژۍ تر اعلانولو وروسته د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې څرګند ډیروالی راغلی دی.
د رپوټونو له مخې د امریکایي او افغان ځواکونو د بریدونو په پایله کې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د تیرکال په پرتله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې له جنورۍ میاشتي د سپتمبر میاشتې تر پای پوري ۲۰۵ کسان وژل شوي دي او نور ۲۶۱ تنه ټپیان شوي دي.