1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر يمن په يرغل کي په لسونو انسانان وژل شوي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۷, پنجشنبه

د یمن په پلازمېنه صنعا کې د سعودي عربستان په مشرتوب د پوځي ائتلاف جنگي الوتکو د حوثي یاغیانو پر اډې باندي بمبار تر۴۰ زیات عسکر وژلي دي. دغه خونړۍ برید له هغه وروسته کیږي چې د سولي خبري اتري ځنډېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1FXX2
انځور: Reuters/K. Abdullah

د ورکړل شوو راپورونو له مخي له حوثي یاغیانو سره یو ځای شوي یمني عسکر په پلازمېنه صنعا کې په یوه پوځي اډه کې د وسلو د تر لاسه کولو له پاره راټول شوي ول، چې دغه هوایي برید پرې وشو. بريد د چهارشنبې په ورځ شوی دی.

یوه یمني عسکر رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «ډیر خلک د وسلو د ډېپو په دروازه کې د وسلو د تر لاسه کولو له پاره ولاړ ول. په دغو خلکو کې بزگران، آشپزان او عسکر هم ول.»

د يمن د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي د امنیتي ځواک نزدې ۴۵ کسان وژل شوي او ۲۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي. ويل شوي دي چې د هوایي بمباریو له کبله په دغه ځای کې درې ودانۍ له منځه تللي دي او زغروالو موټرو او وسلو ته سخت زیان اوښتی دی.

شیعه حوثي یاغیان د تیر میلادي کال له سپتمبر میاشتي راهیسې پر پلازمینې صنعا باندي له وروسته خپل کنترول ټینگ کړ چې دولتي ودانۍ یې ونیولي او ولسمشر عبد ربه منصور هادي، یې په سعودي عربستان کې د تبعید ژوند ته اړ ایست.

تر هغه وروسته حوثي یاغیان د قبایلي ملېشې او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادارو پوځي قطعاتو په مرسته پر دې وتوانیدل چې د سویل پر لور پرمختگ وکړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج هیوادونو پوځي ائتلاف د مارچ میاشتي له ۲۶ نېټې راهیسي د حوثي یاغیانو او د هغوی د متحدانو (د صالح پلوي قطعات) پر ضد هوایي بمبارۍ پیل کړي دي. هغوی اندېښنه لري چې ایران به په عربي نیمه ټاپو کې قدم کیښږدي. عربي هیوادونه پر ایران تور لگوي چې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

په ټول هيواد کې د ياغيانو پر مرچلو هوایي بمبار کيږي، خو په دې کې پاته راغلي دي چې حوثي ياغيان له هغو سيمو څخه پرشا کړي چې په دې وروستيو وختونو کې يې نيولي دي.

د روغتیا وزارت ویلي دي چې پر دې سربیره د چهارشنبې په ورځ په ټول هیواد کې هوایي بریدونو۹۶ انسانان وژلي دي. ويل شوي دي چې په شمال کې د حوثي یاغیانو پوخ سنگر صعدة، او حجه کې هم پر اهداف بریدونه شوي دي او پر دې سربیره په الحدیده ښار کې پر ستره سمندري پوځې اډه باندي هم ستر برید پلان شوی دی. ويل کيږي چې د دغي پوځي اډې یوه ستره برخه ویجاړه شوې ده.

رويترز خبري آژانس د یوه ځایي چارواکي له قوله لیکلي دي: «د بلقیس په نوم یوه جنگي بیړه ویجاړه شوې او پر یوه اړخ چپه شوې ده. پنځو کوچنیو توپ لرونکو کښتیو د دغې اډې پر اداري ودانۍ باندي فیرونه کړي دي.»

خراب بشري وضعیت

د یمن کړکېچ، همداشان د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف بمباریو او سمندر ته د دغه بې وزله هیواد لاري بندیدل د دې سبب شوي دي چې د تیلو، د څښاک پاکو اوبو، خوراکي موادو او داروو له کمښت سره مخامخ شي.

د روغیتا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې له مارچ میاشتې راهیسې د پیل شوو هوایي بمباریو په ترڅ کې تر ۲۰۰۰ پوري انسانان وژل شوي دي او تر ۸۰۰۰ زیات بیا ټپیان شوي دي. شا او خوا نیم میلیون انسانان له خپلو کورونو بې ځای شوي دي.

ملگري ملتونه د سولې د خبرو اترو له پاره د یوې نوي نیټې د ټاکلو په هڅه کې دي. دغه خبري هغه وخت وځنډېدلې چې په تبعید کې د یمن حکومت د خبرو اترو د پیلیدو تر مخه له مهمو ښارونو څخه د یاغیانو د پر شا کیدو غوښتنه وکړه. ملگرو ملتونو بې له شرطه د خبرو اترو له پاره غږ کړی دی.