1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر مهاجرو مي ناحقه د جنسي تيري تور لګولی وو»

۱۳۹۴ بهمن ۱۶, جمعه

يوې ۲۱ کلنې آلمانۍ د پوليسو له خوا په تر سره سوو پوښتنو ګروېږنو کي منلې ده چي د مهاجرو له خوا ورباندي د جنسي تېري ادعا يې دروغ وه.

https://p.dw.com/p/1HqSb
انځور: Fotolia/Yuri Arcurs

د آلمان د تيورينګن فډرالي ايالت چارواکو ويلي دي چي د زونن بېرګ په سيمه کي د پناه غوښتونکو له خوا پر يوې نجلۍ د جنسي تېري خبره دروغ وه.

پوليسو ويلي دي چي هغه ۲۱کلنه نجلۍ چي ادعا يې کړې وه، مهارو ورباندي جنسي تېری کړی، درواغ ده. پوليسو ويلي چي دغي نجلۍ غوښتل په دې توګه پر پناه غوښتونکو د درواغو تور ولګوي.

د پوليسو په وينا د جنايي پيښي په تړاو د درواغو ويلو په تور به د دغې نجلۍ په اړه پلټني وسي. د پوليسو وياندي هايډي زونن شمېډټ د جمعې په ورځ رسنيو ته وويل، چي يادي ۲۱ کلني نجلۍ تور لګولی وو چي درو پناه غوښتونکو پر هغې بريد کړی او وروسته يې جنسي تېری پرې کړی دی.

د پوليسو د وياندي په وينا کله چي پوليسو له تور لګوونکي نجلۍ څخه پوښتني ګروېږني وکړې، نو دا خبره روښانه سوه چي هغې درواغ ويلي ول. پوليسو زياته کړې ده چي دغې ۲۱کلني پخپله دا منلې ده، چي د درواغو داستان يې جوړ کړی وو.

وياندي په دې تړاو معلومات نه دي ورکړي، چي نجلۍ د جنسي تېري درواغ په څه مقصد جوړ کړي ول. خو وياندي ويلي چي اټکل کيږي چي د دغه موضوع تر شا احتمالا له خارجيانو سره ضديت وي. تر دې دمخه د آلمان ځينو رسنيو خبر ورکړی وو چي د کارنيوال په مقدماتي لمانځنو کي پر يوې مېرمني جنسي تېری سوی دی.

له هغه وروسته چي د آلمان په لويو ښارونو کولون او هامبورګ کي د نوي کال د لمانځنو پر وخت د جنسي زهيروني قضيې رابرسېره سوې، پوليسو د کارنيوال د لمانځنو له پاره سخت امنيتي تدابير نيولي دي.