1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په اړه اد روپا بشری حقونو کمیسارۍ انديښنې

۱۳۹۶ بهمن ۲۷, جمعه

د اروپايي اتحاديې دد بشري حقونو کمیسار له سویدن څخه وغوښتل چې له پناه غوښتونکو سره د سخت چلند او پر هغوی د لگول شوو محدویتونو خخه لاس واخلي. سویدن د خپل نفوس په تناسب له نورو اروپايي هیوادونوزیاتو مهاجرو ته ځای ورکړی

https://p.dw.com/p/2soUT
Schweden Grenzkontrollen und Migranten
انځور: picture-alliance/dpa/S.-A. Jonsson

د سويدن هيواد تراوسه د پناه غوښتونکو سره د مرستې په لار کې د پام وړ هڅې او کوښښونه کړي. په خاص ډول بيا په ۲۰۱۵ کال کې د پناه غوښتني بحران په زیاتیدلو سره يې خپله زیاته خواخوږي او له دوي څخه يې لاس نيوې کړې دې. سره له دې هم د اروپا د اتحادیې  د بشري حقونو کمیسار نیلس مويسنيکس په يوه رپوټ کې ويلي دي چې هغه «پر پناه غوښتونکو باندې د سویدن د لګول شويو محدوديتونو څخه انديښنه لري»

سويدن له ۲۰۱۲ کال راهيسې تر اوسه پورې د ۴۰۰ زره کسانو د پناه غوښتنه تر لاسه کړی ده . د اروپاي اتحاديې د ارقامو له مخې دغه شمير د دې هيواد د اتباعو يو پر پنځه ويشتمه برخه جوړوي. په  ۲۰۱۵ کال کې، په دغه هيواد کې  ۱۶۲ زره مهاجرو د پناه غوښتنه کړي چې تر اوسه پورې تر ټولو زيات شمير وو. د دغه پناه غوښتونکو څخه يې يو پر دريم له سوريې څخه وو.

دغه راز سويدني چارواکو په هيواد کې د مهاجرت بهير کمولو او د ټولنيزو خدماتو وړاندې کولو پر ادارو او مرکزونو باندي د فشار راټيټولو له پاره يې په ۲۰۱۶ کال کې د دنمارک سره په سرحد کې د پناه غوښتونکو هویت معلوملو په هکله يو منظم پروګرام جوړ او عملي کړ. سربيره پر دې دغه هيواد د مهاجرت مخ نيوي له پاره نور محدوديتونه هم وضع کړي. په دې هکله مویسنیکس ويلي: « دې د هغه اصلاح شوې قانون په اړه ډيره انديښنه لري چې د دغه قانون له مخې سويدني مقامات اجازه لری تر څو هغه پناه غوښتونکي چې رد شوی وی او ماشوم ونه لری او د دغه هيواد څخه پر وتلو مکلف وي، هغوي دې د سرپناه او طبي خدماتو ته له لاس رسې څخه بې برخې کړي.»

هغه د پناه غوښتونکو د کورنيو له غړیو سره د الحاق په هکله د محدوديتونو په اړه خپله انديښنه څرګنده کړي.هغه په یوه رپوټ کې ويلي:« کمييسارۍ له سویدني مقاماتو څخه غواړی تر څو ورته ډاډ ورکړی، چې بې ځايه شوی کسان او نور نړیوال مرستو ته اړ کسان(بهرنیان) په کامل ډول له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدلو له حق څخه برخه من دي. په همدي توګه دغه کميساري هيله لري تر څو په دغه مسله کي چې کوم محدویتونه وضع شوي، بيا په خاصه توګه په ۲۰۱۸ کال کې د موقتي قانون د بيا څارني پورې رفع کړای شي.» 

په ۲۰۱۵ کال کې له هرو پنځو پناه غوښتونکو څخه يې يو تن ادعا کړې وه چې د بلوغ سن ته نه دې رسیدلي او ډير له دوي څخه له افغانستان څخه وو.

د دغو کسانو د عمر معلومولو له پاره چې د هویت پيژندلو په هکله يې کوم معتبر اسناد په لاس کې نه ول د (سويدن د مهاجرت آژانس) د ۲۰۱۷ کال مۍ مياشتې راهسې په دواطلبانه ډول يې د  «اکسریز» یا " ایکس وړانگو"له لارې د غاښونو او د زنګنو له مفاصلو څخه عکس اخيستنه عملې کړه.

مویسنیکس له سويدني مقاماتو څخه غوښتنه کړي چې یواځې "پر طبي معایناتو اکتفا ونه کړي" او  د کم عمره پناه غوښتونکو په اړه چې کوم شکونه موجود دي، د دوي په نفع پريکړه وشي."

ښاغلي میسنیکس  د " ماشومانو د حقوقو له پاره د ملګرو ملتونو کميټې"  هغه یو رپوټ ته اشاره کړې چې وايي: د عمر معلومولو په هکله  په طبي ازموینو کي زيات وخت تيروتنی کيږي ." په عين حال کې په دغه رپوټ کې ويل شوي سویدن به د سهمی پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې په خپل هیواد کې  د ۳۷۶۶ مهاجرو د هستونگي شرایط  د خپلې ژمنې پوره کیدو ته نژدی شوی دی. سر بیره پردی سویدون ویلی دي چې  د اروپآ د اتحادېې د غړو هېوادونو تر منح د مهاجرو د ویش د پروگرام پر بنست سږ کال ۵۰۰۰  نور مهاجر هم مني.