1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر مانوس کمپ امکانات بند شوي خو مهاجر وتلو ته چمتو نه دي

۱۳۹۶ آبان ۱۰, چهارشنبه

استرالیايي چارواکي غواړي چې په پاپوا نیو ګینی کې د مانوس کمپ وتړي، خو په دې ځای کې میشت پناه غوښتونکي له هغه څخه وتلو ته چمتو نه دي. اوس پر دې کمپ باندې بریښنا، خوراکي مواد او نور امکانات بند شوي دي.

https://p.dw.com/p/2mr45
Manus Island Migration Aufnahmelager
انځور: picture-alliance/dpa/E. Blackwell

په سلهاو مهاجرو د چهارشنبې په ورځ د پاپوا نيو ګيني مانوس کمپ څخه له وتلو ډډه وکړه. مهاجرو په داسې حال کې په مانوس کمپ کې بسونو ته له پورته کیدو انکار وکړ چې پر دغه کمپ له څو ورځو راهیسې خوراکي توکي، اوبه او بريښنا بند کړل شوي دي. د بشر حقونو ډلو په سيمه کې د بشري کړکیچ د رامنځ ته کيدو خبرداری ورکړی دی.

د مانوس مهاجر کمپ تړل کيږي

د مانوس کمپ په آرام سمندر کې د پاپوا نيو ګينې هیواد په يو لرې پروت ټاپو کې موقعیت لري. دغه کمپ چې د استراليا له خوا اداره کيږي يو له دوو هغو کمپونو څخه دی چې له ۲۰۱۳م کال راهیسې په کې د استراليا له خوا هغه مهاجر ساتل کيږي چې په وړوکو کښتیو کې په غيرقانوني ډول دغه هيواد ته د تلو هڅه کوي.

استراليا دغه کمپ د پاپوا نيو ګيني سره د يو توافق په پایله کې جوړ کړی خو اوس دواړه هيوادونه غواړي هغه وتړي. دا په داسې حال کې ده چې د استرالیا له خوا له دې هیواد څخه بهر پر جوړو شویو کمپونو باندې په وار وار په نړیواله کچه نیوکې شوې دي.

په مانوس کمپ کې شاوخوا ۶۰۰ مهاجر ميشت دي او ځکه یې له تړلو سره مخالفت کوي چې په وينا يې بل ځای ته د انتقال په صورت کې د سيمي د اوسيدونکو تر حملو لاندې راتلای شي.د مهاجرو له ډلې څخه درو تنو يې د رويترز خبري آژانس ته وويل: «دوی نن سهار جنراتورونه له دې ځای وایستل او د اوبو عمومي پايپ يې هم قطع کړ. په ټول کمپ کې نه اوبه او نه هم بریښنا شته.»

يوه بل سوډاني مهاجر عبدالعزيز، وویل: «خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.»مهاجرو ته تر دې مخکې د امکاناتو د بندیدو ګواښ شوی وو. هغوی له همدې کبله لا وختي په لوښو کې د باران اوبو په ذخیره کولو پيل کړی وو.

پر کمپ د بريښنا پري کول، کولای شي د مهاجرو د روحي فشارونه د لا زياتيدو سبب شي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال د يو رپوټ له مخې په مانوس کمپ کې نزدي ټول مهاجر په روحي ناروغيو اخته دي. په استراليا کې د بشر د حقونو د څار ادارې مشر ايلاين پيارسن، وايي: «ګرځنده تلیفونونه د دغو کسانو له پاره حياتي ارزښت لري.»

پیارسن زیاتوي: «دوی په بشپړه توګه منزوي دي ځکه نو ګرځنده تلیفونونو ته اړتیا لري چې په دې اړه تازه معلومات ولري چې په نورو سیمو کې د مانوس په تړاو څه کیږي. همداراز هغوی تلیفونونو ته له خپلو کورنيو سره د اړيکې له پاره هم اړتیا لري.»  

یو له بل سره د خوړو شریکول

په کمپ کې میشت کسان یو له بل سره پاتې شوي خواړه شریکوي، خو یو شمیر هغو کسانو چې د روتیرز خبري آژانس ورسره د تلیفون له لارې خبرې کړي دي، ویلي چې اوس په کمپ کې کم خوراکي مواد پاتې دي. دغو مهاجرو ته دومره خوراکي مواد ورکړل شوي ول چې تر سه شنبې ورځ پورې بسنه وکړي. دا د کمپ د تړل کیدو له پاره ټاکل شوې نیټه وه.

د استراليا سرپرستې لومړۍ وزیرې جولي ايزابيل بيشوب، ويلي دي چې د مانوس کمپ مهاجر بايد نوي مرکز ته وليږدول شي چې استراليا يې د خوراکي توکو او امنيت په موخه د يو کال مودې له پاره د ۲۵۰ ميليونه استراليايي دالرو (۱۹۵ ميليونه امريکايي ډالرو) ژمنه کړې ده.

(k.s/m.s(RTRE

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب