1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر ماشومانو جنسي تيری د زغملو نه دی»

۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبه

د „تغیرکاروان” په نوم یوې ټولني له ماشومانو سره د تاوتریخوالي او پر هغوی باندي د جنسي تیریو پېښي وغندلې او ددغه راز پېښو د ژر بندیدوغوښتونکې شوه.

https://p.dw.com/p/16lf7
انځور: picture-alliance/Photoshot

دغه کاروان چي له ۳۰ مدني ټولنو څخه جوړ شوی دی، د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع په برخه کې کار کوي.

د دغي ټولني غړي محمد رحیم جامي، نن دوشنبې (۲۰۱۲کال د نوامبر ۱۹) په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل، جگړییزو سنگرونو ته د ماشومانو بېول او په سختو کارونو د هغوی گومارل د دې لامل شوي دي چې پر ماشومانو باندي د جنسي تیريو پېښي زیاتي شي.

نوموړي له افغان دولت څخه وغوښتل چې له قانون څخه د معاف کولو فرهنگ ته دې د پای ټکی کښېږدي او پر ماشومانو باندي دي جنسي تیري کوونکي محاکمې ته راکش کړي:

‹‹مقننه قوه باید له ماشومانو او نوو ځوانانو څخه د ملاتړ پر بنسټ په یو شمېر قوانینو کې تعدیل راوړي او دغه راز اجرائیه قوه باید د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونو پر ضد له جدییته کار واخلي، هغوی دې تر عدلي څارني لاندي ونېول شي او د قانون منگولو ته دې وسپارل شي.››

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جنسي تیریو پېښو زیاتوالی موندلی دی، چې په دې لړ کې یوازي په هرات ولایت کې د جنسي تیریو او وژنو نزدې۷۰ پېښي ثبت شوي دي.

په ترټولو تازه پېښه کې په تخار ولایت کې پر یوې ۳ کلني ماشومې جنسي تیری شوی دی. دغه راز څه موده وړاندي په بلخ ولایت کې یوه ۲۲ کلن سړي پر یوې ۵ کلني نجلۍ باندي جنسي تیری وکړ. روان پیژندونکي ددغه راز، پېښو د زیاتوالي لاملونه ټولنیزي ستونزي، ناوړه دودونه او روحي رواني ناروغۍ بولي.

د کابل د ښووني او روزني پوهنتون د روان پیژندني د څانگي استاد شرف الدین عظیمي په دې اړوند دويچه ویله ته وویل، چي له قانون څخه معافیت هم د دې ډول پېښو په زیاتوالي کې ستر رول لري:

‹‹هره ورځ په راډیو او تلویزیون کې اورو چې دغسي یوه پېښه وشوه، یو نه اعدام شو او نه هم کومه جزا ورکړل شوه، د دغو موضوعاتو په برخه کې ځیني خلک معافیت هم پیدا کوي او دا په خپله د جینايي آرواپوهني یوه موضوع ده او په جینايي آرواپوهنه کې وايي چې د دغسې پېښو د رپوټونو خپرېدل کېدای شي ځیني خلک دې ته وهڅوي چې هغوی هم دغسې یو کار وکړي.››

ښاغلي عظیمي په دې برخه کې د نورو ادارو ترڅنگ د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسئول وگاڼه چې باید د کم عمره کارگرو ماشومانو کار ځایونه وڅاري. د رپوټونو له مخې دمگړی شاوخوا ۶ میلیونه ماشومان له بېلابېلو خطرونو سره مخامخ دي.

خو د کار او ټولنیز چارو وزارت ویاند علي افتخاري وايي، د ماشومانو سکرتریت چې په دې وروستیو کې جوړ شوی دی د ماشومانو د حقونو په برخه کې د پام وړ گامونه پورته کړي دي:

‹‹داسي یو میکانیزم تر لاس لاندي لرو، چې پر بنسټ یې د بې وزلو کورنیو له ماشومانو سره اقتصادي مرستې کیږي، چي هغوی سختو کارونو ته اړ نه شي.››

له بلې خوا تاوتریخوالي هم ډیر افغان ماشومان خپل خوشاله وړکتوب ته نه دي پریښي، دغه تاوتريخوالي ځني ماشومان آن د مرگ تر کومي هم رسولي دي.

شاوخوا ۲ میاشتې وړاندې په غزني ولایت کې له ۲ ماشومانو څخه ځکه سرونه پرې شول چې پلرونو یې په ملي پولیسو کې دنده تر سره کوله.

محمد اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب