پر سکس خبرو مصرۍ نطاقې ته جنجال جوړ کړ
۱۳۹۶ آبان ۱۴, یکشنبهد مصر محکمې د يوه تلويزيوني پروګرام کوربنه پر جنسي موضوع د بحث کولو له امله پر حبس محکومه کړه. د مصر يوې محکمې د تلويزيوني پروګرام وړاندې کونکې دعا صالح پر تلويزيون د جنسي مسائيلو د بحث کولو له امله ويلي دي چې هغه د ټولنيز اخلاقياتو خلاف عمل مرتکب شوې ده.
محکمې د قيد سزا اورولو علاوه، دعا صالح لس زره مصري پونده چې شاوخوا پنځه سوه يورو کيږي، جريمه کړې هم ده. خو ميرمن صالح به د محکمې خلاف د خپلې دعوا د پايلې تر معلوميدو پورې آزاده وي.
دعا صالح په جولای میاشتې کې د يوه خصوصي تلويزيوني چينل له لارې په خپل پروګرام کې «يوازې د مور له خوا د ماشومانو د پالنې» پر موضوع خبرې وکړې. د دغه پروګرام د وړاندې کولو پر مهال هغې په مصنوعي ډول ځان د يوې حاملې ښځې په څير جوړ کړی وو.
هغه مهال دغې مصري نطاقې په خپلو خبرو کې وويل، چې ښځې کولای شي پرته له خاوند يا ميړه هم د ماشومانو پالنه وکړي. « ښځي يا نارينه، کولای شي د يوې لنډې مودې له پاره واده وکړي، ماشومان هم زيږولی شي او که وغواړي په خپله خوښه يو بل ته طلاق هم ورکولی شي».
د دغه تلويزيوني پروګرام تر خپريدو وروسته د مصر محافظه کاره کړيو د صالح او د هغې د پروګرام خلاف اعتراضونه پورته او پر وړاندې يې په محکمې کې دعوا درج کړه.
له دغې پيښې وروسته د ياد تلويزيوني پروګرام پر خپريدا د درو مياشتو له پاره بنديز ولګول شو. د مصري منتقيدو په وينا هغه هغه ځکه چې دعا صالح په کې داسې يو بحث خپور کړی وو چې د مصري ټولنې له پاره بيګانه او د اخلاقي لحاظه ورسره اړخ نه لګوي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.10.2015):