پر سوريې د اسرائيلو د يرغلونو په اړه اندېښنې
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۶, دوشنبهاسرائیلي چارواکو ویلي دي چي د شنبې او يکشنبې په ورځو ترسره شوي بریدونه د سوريې له کورنۍ جکړې سره هیڅ ډول ارتباط نه درلود، بلکي په دغو بریدونو کې د حزب الله ډلي وسلې په نخښه شوي دي.
د سوريې حکومت ویلي دي چې اسرائیلو په خپلو دغو بریدونو سره له القاعدې ډلي سره د تړاو لرونکو تندلارو سره يې مرسته کړې ده.
ایران هم د اسرائیلو او لوېدیځو هیوادونو دغه تورونه رد کړي دي چې گويا په لبنان کې د حزب الله ملېشې ته وسلې ورکوي.
د رویترز خبري اژانس په حواله که څه هم د دمشق حکومت له ډیري تندي لهجې څخه کار اخستی دی، خو بیا هم د تل ابیب حکومت په دې ډاډه دی چې د سوريې حکومت به په دې اړه فکر هم ونه کړي، چي د دغو بریدونو جواب له پوځي لاري ورکړي. ځکه د هغوی په آند د سوريې حکومت د خپل بقا له پاره په کورني جنگ کي ښکېل دی.
د ملکرومتلونو عمومي منشې بان کي مون د حالاتو باریکۍ ته په کتو سره پر دواړو خواوو ټینگار کړی دی چې د وضعي د لا خرابېدو مخه ونیسي.
په عربي نړۍ کې تر ټولو گڼ میشته هیواد مصر چې د سوريې د واکمن بشارالاسد سره کومه همدردي هم نه لري، د سوريې پر خاوره اسرائیلي يرغلونه غندلي دي او دا يې د ملگروملتو د قوانیونو خلاف کار بللی دی.
له بلي خوا د امریکا متحده ایالاتو سناتور جان میک کین هم ویلې دي چې پر سوريې د اسرائیلو د يرغل له کبله پر ولسمشر اوباما هم فشار ډيریدلای شي چي د سوريې په مسئله کې مداخله وکړي.
امریکايي استخباراتي ادارې ویلي دي چې اسرائیلو پر سوريې د يرغل کولو دمخه واشنگتن نه دی خبر کړی. د رویترز خبري آژانس د امریکايي استخباراتو په حواله لیکي چې دوی وروسته له هغه خبر شول، چي اسرائیلي الوتکو د سوريي په خاوره کي پر هدفونو بمبار وکړ.
په همدې منځ کي د ملگروملتو څارونکي ډلي د سوريې په کړکېچ کي د یاغیانو له خوا د اعصاب فلجوونکي زهري گاز د استعمال په اړه له زیانمن شوو کسانو څخه شواهد را ټول کړي دي.
په سوريه کې د ملگروملتو د تحقیقاتي ډلي غړي کارلاډیل پونټي، ویلي دي چي په دغه هیواد کې د اعصابو د فلجونکي گاز په هکله چې کوم گومانونه کیدل په ظاهره کې هغه نه رديږي.
د پونټي په خبره د سوريې په گاونډيو هیوادونو کې د کډوالو او روغتيايي کارونکو څخه په دې هکله شواهد او معلومات راټول شوې دي.
د سوريي د حکومت له خوا د احتمالي کیمیاوي وسلو د استعمال په هکله تر اوسه پورې شواهد نه دي ترلاسه شوې. د سوريې رژیم مخالفین او پوځ یو پر بل تور لگوي چي د حمص، حلب، او دمشق په ښارونو کې يې کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي.
د کیمیاوي وسلو دغه بریدونه د روان کال په مارچ میاشت کې ترسره شوي دي. د نړیوالو قوانیونو پر اساس د جگړې پر مهال د کیمیاوي وسلو پر استعمال بندیز لگول شوی دی.