1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سرينا هوټل باندي په بريد کي ۹ کسان وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۱, جمعه

په کابل کي د پنجشنبې په ماښام پر سرينا هوټل باندي په وسله وال يرغل کي ۹ کسان وژل سوي دي چي څلور تنه يې بهرنيان دي. د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/1BTcg
انځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال وزير محمد ایوب سالنگي ويلي دي چي په دغه بې شرمانه وسله وال يرغل کي ۹ تنه وژل سوي دي چي پنځه تنه افغانان او څلور تنه بهرنيان دي.

د هغه په خبره په وژل سوو افغانانو کي دوې تنې يې ښځي دوه نارينه او يو کوچنی شامل دی. په بهرنيانو کي دوه نارينه او دوې ښځي دي. بهرنيان د کاناډا، نوي زيلند، هندوستان او پاکستان هيوادونو وگړي ښوول سوي دي.

تر دې مخکي ويل سوي ول چي په وژل سوو کسانو کي يو پارگوايي ديپلومات لويس ماريا دوارتا هم شامل دی چي په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنو د څارني له پاره کابل ته تللی وو.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپل رسمي تويتر کي ويلي دي چي «د پنجشنبې په ماښام پر سرينا هوټل باندي په تروريستي يرغل کي ۸ تنه ملکي وگړي چي درې تنې ښځي (۲ بهرنياني) ۳ نارينه او دوه کوچنيان دي وژل سوي دي. صديقي ليکلي دي چي دوه تنه افغان امنيتي ساتونکي ټپيان سوي دي.

Afghanistan Soldat auf der Straße in Kabul Serena Hotel
انځور: Reuters

د امنيتي چارواکو په خبره څلورو ځوانانو د ماښام پر ۶ بجې په خپلو جرابو کي سرينا هوټل ته توپکچې تيري کړي وې او پر ۹ بجې يې د دغه هوټل په رستورانت کي يرغل پيل کړ، چي تر لږ ځند وروسته بيا د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ووژل سول.

پر سرينا هوټل باندي په ۲۰۰۸ کال کي هم د وسله والو طالبانو له خوا يرغل سوی وو، چي په هغه پيښه کي ۸ کسان ووژل سول.

په کابل کي پر سرينا هوټل باندي په داسي حال کي بريد کيږي چي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته د گوتو په شمېر ورځي پاته دي او ډير بهرني څارونکي دغه هيواد ته د ورتگ په حال کي دي. په پلان کي ده چي د ولسمشر ټاکني به د اپريل مياشتي پر ۵ نېټه ترسره سي.

پر سرينا هوټل باندي تر بريد دمخه د همدې ورځي په سهار په جلال آباد ښار کي د پوليسو پر يوه مرکز باندي په وسله وال بريد کي نزدې ۱۸ کسان ووژل سول چي ۱۰ يې پوليس ول.

وروسته له هغه چي څو ورځي مخکي وسله والو طالبانو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د گډوډولو او پر ټولو هغو ځايونو باندي چي په خبره يې په ټاکنو کي به ښکېل وي د بريدونو اعلان وکړ. څو پرلپسې خونړي يرغلونه او ځانمرگي بريدونه تر سره سوي دي.

د پنجشنبې ورځي تر وسله والو خونړيو بريدونو دمخه د سه شنبې په ورځ د فارياب ولايت په مرکز ميمنه کي په ځانمرگي بريد کي نزدې ۱۶ تنه ملکي وگړي ووژل سول.