1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ایوانکا ترمپ له پلاره د دفاع په سبب نیوکې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ لور ايوانکا ترمپ په برلین کې د W20 په غونډه کې د ښځو په برخه کې د خپل پلار دفاع وکړه. د هغې دغه خبرې د غونډې پر ګډونوالو ښې و نه لګیدې.

https://p.dw.com/p/2bwSQ
Deutschland Ivanka Trump W20 Gipfel in Berlin
انځور: Reuters/F. Bensch

برلین د سه شنبې په ورځ د ښځو د ځواکمنولو په اړه یوې غونډې کوربه وو. په دې غونډه کې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د پیسو نړیوال صندوق مشرې کریستین لاګارد او یو شمیر نورو ښځو چې په مهمو دندو کې کار کوي ګډون کړی وو. د غونډې د ویناوالو په ډله کې د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ لور ایوانکا ترمپ هم وه. ایوانکا په وروستیو وختونو کې د خپل پلار د مشاورې په توګه هم کار کوي.

کله چې ایوانکا هڅه وکړه چې د ښځو پر وړاندي د خپل پلار د چلن دفاع وکړي، نو د غونډي پر ګډونوالو ښه و نه لګیده او څرګنده یې کړه چې د هغې له خبرو سره موافق نه دي.

تر دې مخکې چې دونالد ترمپ، د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر شي، هغه داسې څرګندوني کړې دي چې ښيي هغه ښځو ته جنسیتي نظر کوي. په دې اړه تر هغه وروسته بحثونه زیات شول چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال، د دونالد ترمپ یوه داسې پخوانۍ ویدیو رسنیو ته راووته، چې پکښې یې ښځو ته سپکې سپورې ویلې وې.

هغه دغه شان خبري په وار وار په خپلو مرکو کې هم کړې دي او پرې یوه لویه نیوکه، ښځو ته سپک نظر کول دي. خو ایوانکا بیا هڅه وکړه چې وښيي دا هر څه سم نه دي او ټینګار یې وکړ چې پلار یې د ښځو پر وړتیاو باندې باور لري.

د غونډې نطاقې له ایوانکا څخه وپوښتل چې ایا هغه باور لري چې پلار به یې پر هغو خبرو سربیره چې کړي یې دي، د مساوي حقونو په برخه کې لاس ته راوړني ولري. ایوانکا له ترمپ څخه د دفاع هڅه وکړه او ویې ویل: «په یقیني توګه چې ما په رسنیو کې دغه شان نیوکې اوریدلي دي خو دې هر څه ته یو ډول دایمي بڼه ورکړل شوې ده.»

د هغې تر دې څرګندونو وروسته د W20 کنفرانس ګډونوالو داسې غږ پورته کړ چې وښيي د ايویانکا ترمپ له خبرو سره هیڅ موافق نه دي. ایوانکا زیاته کړه: «په زرونو هغو ښځو چې زما له پلار سره او یا یې هم د هغه له پاره کار کړی دی، د دې شاهدانې دي چې پلار مې د ښځو پر ظرفیت او د هغوې پر وړتیا باندي چې هر کار د نارینه و په څیر ښه سر ته ورسوي، باور لري.»

ایوانکا زیاته کړه: «زه په داسې یوه کور کې لویه شوې یم چې د هغه څه پر وړاندي چې زه یې تر لاسه کولای شي هیڅ ممانعت موجود نه وو. زما او زما د ورونو تر منځ هیڅ توپیر نه وو.»

د پلار د سیاستونو په اړه ګنګ معلومات

ایوانکا د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د پالیسي په یوې موضوع بدله کړې ده او وایي چې له پاره به یې مبارزه وکړي. هغې د جمهوري غوښتونکو کنګرې ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د هغو میندو له پاره به د معاش لرونکي رخصتي غوښتنه وکړي چې تازه یې ماشوم زېږولی وي.

خو کله چې له هغې څخه په کنفرانس کې په دې اړه پوښتنه وشوه چې پلار یې کوم مشخص پلانونه لري چې د ښځو او نارینه وو تر منځ مساوات رامنځ ته شي، نو د ایوانکا ځواب ډیر روښانه نه وو. هغې یوازې وویل چې دغه موضوع یې د پلار په لومړیتوبونو کې شامله ده.

دونالد ترمپ ایوانکا او د هغې میړه جیراد کوشنر، ته په خپله اداره ډیر مهم نقشونه ورکړي دي. ایوانکا ترمپ د خپل پلار مشاوره ده او په ډیرو غونډو کې له هغه سره حاضره وي، خو میړه یې بیا تر دې هم پراخ نقش لري. او د حکومت د ډیرو پلانونو د پلې کولو دنده ورته سپارل شوې ده.

زموږ له ارشيف څخه: