1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر اُړي د برید شواهد پاکستان ته ورکړل شول»

۱۳۹۵ مهر ۷, چهارشنبه

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې پر اُړي په یرغل کې «د پاکستاني جنگیالیو» شواهد پاکستان ته وړاندي کړل شوي دي. د هند تر ولکې لاندي کشمیر کې دغه برید د دواړو هیوادونو اړیکي لا پسې خړې پړې کړي دي.

https://p.dw.com/p/2Qg8J
Indien Lal Chowk Srinagar - Nach Uri Terrorangriff
انځور: UNI

د تیرو یوولسو ورځو په اوږدو کې دا دوهم وار دی چې د هند د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته په اُړي کې د یرغل په هکله د «پولې بلې غاړې د عناصرو» په هکله د شواهدو د وړاندې کیدو خبره کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وکاس سوروپ، د سپتمبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه د ټولنیزي شبکې تویتر په پیغام کې لیکلي دي چې دغه شواهد په هند کې مېشت د پاکستان سفیر عبدالباسط، ته تر احضاریدو وروسته ورکړل شوي دي.

د پي ټي آي، خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت سیکرتر اس جی شینکر، د پاکستان سفیر ته ویلي دي چې د لومړنیو څېړنو له مخې دا خبره جوته شوې ده چې د یوه برید کوونکي نوم حافظ احمد دی او د پلار نوم یې فیروز ښوول شوی دی. د سوروپ په وینا حافظ احمد د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د مظفر آباد، ښار اوسیدونکی دی.

سوروپ داسې ادعا کړې ده چې ځایي بزگرانو دوه داسې کسان نیولي او پوځ ته یې سپارلي دي، چې په اُړي کې یې برید کوونکو ته لار ښوونه کړې.

د سپتمبر میاشتې پر اتلسمه نېټه په اُړي کې د هند د پوځ پر یوه مرکز باندي په یرغل کې اتلس پوځيان ووژل شول. هند تور لگولی وو چې د دغه برید له پاره له پاکستان څخه جنگیالي د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته ورننوتي ول. خو د اسلام آباد حکومت بیا دغه تورونه ردوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سوروپ، په وینا شل کلن فضل حسین اعوان ولد گل اکبر او ۱۹ کلن یاسین خورشید ولد محمد خورشید، په توقیف کې دي. د سوروپ په خبره د بهرنیو چارو سیکرتر شینکر، د پاکستان سفیر عبدالباسط ته ویلي دي چې د تحقیق پر مهال هغوی اعتراف کړی دی چې د پولې بلې غاړې له پاکستان څخه د راداخل شوو جنگیالیو له پاره یې «د لارښوونکي او سهولت کار» نقش تر سره کړی دی.

سوروپ، ویلي دي چې پر دغو دوو پاکستاني اتباعو سربیره د سپتمبر میاشتې پر ۲۳ نېټه یو بل پاکستانی هم نیول شوی دی. د دغه کس نوم عبدالقیوم، ښوول شوی دی چې ویل کیږي د سیالکوټ اوسیدونکی دی. د وکاس سوروپ، په خبره په هند کې د ترهگرې په تړاو دغه شکمنو کسانو ته سفارتي لاس رسی برابریدای شي.

له بل اړخه بیا پاکستان وایي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې باید د دغه برید په هکله په نړیواله کچه څېړنه وشي. پاکستان د هند دغه تورونه په کلکه ردوي او وایي چې دوی د یوه شفاف او ناپلوي څېړنیز عمل په ترڅ کې هرې ممکنه همکارۍ ته چمتو دي.

نور مطالب