1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پر موټر د امریکايي پوځي د احتمالي ډزو ويډيو څیړل کیږي

۱۳۹۶ دی ۲۲, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر انترنت باندي د یوې خپرې شوې ویدیو په اړه څیړنې کوي چې په احتمالي ډول په افغانستان کې یو امریکایي سرتیري ښيي چې د ګزمې پر مهال پر یوه ملکي موټر باندي ډزي کوي.

https://p.dw.com/p/2qk7f
Symbolbild ISAF Soldat
انځور: Munir Uz Zaman/AFP/GettyImages

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو احتمالي ویدیو

یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې په یوتیوب ويډيو کې له ښوول شویو پوځي تجهیزاتو او وسلو څخه داسې ښکاري چې په پیښه کې ښکیل کس دې د امریکا د ځانګړو قواووو يو کس وي. هغه زیاته کړې ده چې ښايي ویدیو دې په مارچ میاشت کې ثبت شوي وي.

دغه چارواکي له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره د نوم نه بربنډولو په شرط خبرې کړي، ځکه اوس د دغې ويډيو په اړه څیړنې روانې دي.

د امریکا متحدو ایالاتو د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف وتال، ویلي دي چې هغه دغه ویدیو لیدلي ده. هغه زیاته کړې: «زه مایوسه او اندېښمن یم چې امریکایان، زموږ د ایتلاف ملګري، افغان حکومت او د افغانستان خلک به باور وکړي چې د امریکا د پوخ غړي د جګړې او په جګړه کې د بیګناه بند پاتوو خلکو د کړاونو پر وړاندي د سخت زړه لري او په بې تفاوتۍ سره عمل کوي.»

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو احتمالي ویدیو

وتال ټینګار کړی دی چې د هغه غیر مسلکي او بې احساسه پیغام مخالف دی، چې خپره شوه ویدیو یې ورکوي.

په ويډيو کې یو کس، په داسې حال کې چې پوځي موټر یې د یوه لارۍ موټر بغل ته تیریږي، د دغه موټر پر دروازي باندې د ډزو کولو په حال کې ښول کیږي. داسې ښکاري چې د ډزې په پایله کې د موټر د دروازې ښیښه ماتیږي، چې تر شا یې بیا موټروان هم لیدل کیږي. لا روښانه نه ده چې د پیښې په پایله کې پخپله موټروان او یا هم کوم بل کس وژل او یا هم ټپي شوی دی او که نه. د ویدیو په اړه لومړي د «پالیتیکو» رسنې رپوټ ورکړ.

چارواکو ویلي دي چې هغوی اوس د پیښې د جزئیاتو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په حال کې دي. د مرکزي قوماندې ویاند جان توماس، ویلي دي چې دغه ویدیو هغوی په جدي اندیښمن کړي د او ټینګار یې کړی دی چې په دې اړه به لازم اقدامات وشي.