1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخوانی کډوال څنګه د موډ مشهور طراح جوړ شو؟

۱۳۹۷ خرداد ۶, یکشنبه

د سوريې پخوانی اوسېدونکی، دانيال عيسی، د ښه ادغام يوه بېلګه ده. دغه ۳۰ کلن سړی د فرانسې په شمال کې د موډ او جامو د طراح په صفت کار کوي. هغه خپل لوکس بوټونه د فلم په ستورو باندې خرڅوي لکه پر امريکايي ايکټرو باندې.

https://p.dw.com/p/2yOgG
Frankreich Modefestival 2015 Hyères
انځور: AFP/Getty Images/B. Langlois

پنځه کاله کيږي چې ښاغلي عيسی د سفر د يوې ويزې په درلودلو سره اول هسپانيې او له هغه ځايه بيا فرانسې ته مخه وکړه. د هغه هدف د موډ او ښو لباسونو اصلي پلازمېنه، يعنې د پاريس ښار و. په فرانسه کې ښاغلي عيسي ته تر رسېدلو يو څو اوونۍ وروسته پناه ورکړل شوه ځکه چې د ده په اصلي هېواد، يعنې سوريه کې د کلونو راهيسې کورنی جنګ حاکم و. په سوريه کې عيسی د خپلې تېښتې تر مخه په تلويزيون کې د وياند په توګه کار کاوه. هلته به دی د موډ پوهنتون ته هم ورتله او خپل يو د طرحو د جوړولو دکان يې هم پرانيستی و. خو د جنګ له کبله يې دا هر څه شا ته پرېښودل. هغه د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې «دا يو ډېر سخت کار و.»

«زما نيا ګنډل راوښودل»

ښاغلی عيسی په يوې عيسوي کورنۍ پورې تعلق لري. د هغه خپلوان لا په سوريه کې دي او د لبنان سرحد ته ورڅېرمه ژوند کوي. دغه سړی چې شنې سترګې او يوه لنډه ږيره لري، د خپل ماشومتوب په هکله وايي: «کله چې زه کوچنی وم، نو زما نيا راته ګنډل راوښودل.»

مور او پلار يې په دې کار خوښ نه ول او ويل به يې چې د موډ او جامو د طراحۍ دنيا د نارينه و له پاره نه ده. خو په فرانسه کې ده اوس په همدغه برخه کې شهرت موندلی دی. تېر اوړی د موډ يوه فرانسوي سازمان ورسره مرسته پيل کړه. د «مايزون دې مود» يعنې د موډ د خونې مشره، ايمانويل اکسر، په دې هکله وايي: «دا چې دی خپله پروژه په څومرې علاقې سره مخ ته بيايي، موږ قانع کړلو.»
د نړيوالو ستورو له خوا پاملرنه

له خپل اوښي سره يو ځای يې په کرواشيا کې يوه فابريکه دې ته راوستله چې د ده کرمېچ بوټونه اول په لږ تعداد سره جوړ کړي. دغه بوټان يې د «بالنسياګا» او «ګيوُنشي» په نوم د موډ په مشهورو شرکتونو باندې وپلورل. د سږ کال په پيل کې بيا هغه خپل اصلي هدف ته ورسېد. د ده بوټونه په پاريس کې د موډ په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شول او نړيوال فلمي ستوري هم دغه ځوان طراح ته متوجه شول. د ووپي ګولدبېرګ تر څنګ امريکايي فلمي لوبغاړې، بېلا تورن او امريکايي موډل، اوليويا پالرمو، هم د ده د بوټانو فرمايشونه ورکړل. د ده بوټونه ډېر ډيزاين او سينګار شوي دي، چې ياد پخوانی کډوال يې اوس په ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې يورو خرڅوي. په اوس وخت کې ښاغلی عيسی کوښښ کوي چې په ژنيف، ليل، مائيمي او دوبۍ کې پلورنځايونو ته خپل بوټان عرضه کړي. د سوريې دغه تبعه د فرانسې په شمال کې د ويلنويف داسک په ښار کې اوسيږي. د خپل کار او زيار په مټ دی غواړي چې د خپل اصلي هېواد په هکله يو بل تصوير وړاندې کړي. دی په دې هکله وايي: «زه خپل کار په دې هم ښه کوم چې زما د هېواد يو بل انځور هم پرې وړاندې کړم، يعنې داسې يو هېواد چې بډايه تاريخ او د ليدو وړ ډېر شيان هم لري.»  

Flüchtlinge auf der Autobahn Richtung Österreich
په تېرو کلونو کې ډېر کډوال د بالقان د لارې اروپا ته راغللانځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (14.09.2017):