پخواني موټران او د پاکستان د شتمنو شوق
د پاکستان په بډايه طبقه کې د کلاسیک ماډل پخوانیو او نایابه موټرو د راټولو دود ډیریږي. که د افغان پاچا رولز رایس، او که د هند د وروستي وایسرای موټر وي په هر څومره پیسو چي وي رانيول کيږي.
د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په یوه ځایي هوټل کې د پخوانیو موټرو د ساتونکو شوق لرونکو مالکانو تنظیم «وېنټیج اېنډ کلاسک کار کلب آف پاکستان» تر څارني لاندي د موټرو کلنی نندارتون تر سره شو.
هر کال د موټرو ښځي او نارينه شوقيان دغه نندارتون ته ورځي. د موټرو په دغه نندارتون کې د گډون له پاره کوم ټکټ هم نه شته او گډونوال یا په موټرو کې کښيني او یا یې څنگ ته دریږي او انځورونه ورسره اخلي.
د «کیډلاک فلي وډ» نومی دغه موټر په ۱۹۵۹م کال کې امریکا جوړ کړ. د دغه موټر ځانگړنه دا ده چې د پاکستان پخواني ولسمشر ایوب خان استعمال کړی وو. د دغه موټر ځانگړی ډیزاین اوس هم د ډیرو خلکو له پاره په زړه پوري دی.
«مني کوپر» په ۱۹۵۶م کال کې په سویترزلنډ کې د تیلو د بحران د حلولو له پاره د الیکس ایسي گونیس، ځواب وو.
په ۱۹۵۸م کال کې د امریکایي کمپنۍ «شورلېټ» جوړ شوي دغه موټر خاوند وایي چې دا موټر اوس هم دومره په زړه پوري دی چې پکښې څوک کښیني نو د عظمت احساس یې کولای شي.
د دې گران شوق تر ټولو ستونزمنه مرحله د دغو موټرو د پرزو تر لاسه کول دي. د دغو موټرو پرزې په ځانگړې توگه له امریکا او یا هم اروپایي هیوادونو څخه راغوښتل کیږي او کله نا کله په دې موخه د بهرنیو هیوادونو په اخبارونو کې اعلانونه هم ورکول کیږي.
په ۱۹۲۷م کال کې د بریتانوي کمپنۍ د موټر داخلي منظره د هغې د سادگۍ شاهدي ورکوي. په پاکستان کې د کلاسیک او نایاب موټرو د کلوپ په وینا د موټرو راټولونکي کسان په دغه سیمه کې د تیري پیړۍ تاریخ ساتي.
د موټرو د نندارتون د جوړونکي کلوپ، غړي د پاکستان د بیلا بیلو ښارونو شتمن خلک دي. د پخوانیو موټرو اخیستل او د هغه ساتل خورا گران بیه کار دی.
په دغه انځور کې هم یو پخوانی موټر لیدل کیږي.
د موټرو په نندارتون کې زیاتره موټران پخواني دي خو مالکانو یې په ښه حالت کې ساتلي دي. په دغه انځور کې د آلماني شرکت «فولکس واگون» بیټل موټر لیدل کیدای شي.
په دغه نندارتون کې تر ټولو پخوانۍ موټر د «ټرایمف سپر سیون» ماډل سور او تور رنگه موټر دي چې په ۱۹۲۷م کال کې جوړ شوي ول. دغه موټر په یوه ساعت کې پنځوس کیلومتره واټن وهي. د دغه موټر تر څنگ تور رنگه موټر بل موټر د فرانسوي موټر جوړونکي شرکت پیژو دی چې په ۱۹۵۹م کال کې جوړ شوی دی.
دغه موټر چې چت نه لري هم د آلماني شرکت دی چې دننه برخه یې ډیره ښایسته جوړه شوې ده. کله چې په ۱۹۵۵م کال کې دغه موټر خرڅلاو ته وړاندي شو نو خلک د هغې په لیدلو سره حیران ول.
په ۱۹۴۶م کال کې د «بیوک» په نوم جوړ شوي موټر په لومړي کال یو لک، اته ویشت زره او اووه سوه موټر وپلورل شول. د دغه اته سلنډره موټر خاصه ځانگړنه د هغه ډیزاین او دننه ښایست دی.
د راولپنډۍ یو سیاسي شخصیت راجه حامد نواز هم هر وار له خپلو پخوانیو موټرو سره دغه نندارتون ته ورځي. دا وار هم هغه د خپل شور لېټ، موټر سره ښکاري چې په ۱۹۶۶م کال کې جوړ شوی دی.
امریکایي شرکت شور لېټ په ۱۹۵۳م کال د «کوروټ» په نوم د خپل سپورتي موټرو لړۍ معرفي کړه او تر هغې وروسته د هغه په محبوبیت کې کمښت را نغی. دغه انځور په ۱۹۸۲م کال کې د جوړ شوي ماډل انځور دی. د دغه موټر مالک وایي چې د موټر ماشین ۶۰۰۰ سي سي دی او رفتار یې ډیر گړندی دی.
په دغه نندارتون کې یو داسي موټر هم د خلکو د توجه وړ وگرځېد چې مالک یې ادعا کوله چې دغه موټر یې په بشپړه توگه خپله جوړ کړی دی. یعني په خپل لاس د جوړ شوي موټر له کبله یې د خلکو توجه خپل ځان ته راگرځولې وه.