1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا بشارالاسد له بریدونو پیغام ترلاسه کړئ؟

۱۳۹۷ فروردین ۲۶, یکشنبه

د امریکا پخواني لوړ پوړي چارواکي ډاډه نه دي چې آیا پر سوریه باندې بمباري به ټاکل شوی هدف کوم د چې د اسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو مخنیوی دی، ترلاسه کړي او که نه. خو دغه برید، ګڼ شمیر نور پیغامونه هم له ځانه سره لرل.

https://p.dw.com/p/2w4mA
Syrien - US-Militärschlag auf Damaskus
انځور: picture alliance/AP Photo/H. Ammar

د ترمپ ادارې دا واضح کړې وه چې د سوریې د کیمیاوي وسلو پر بنسټونو باندې بریدونو یوازې یو هدف درلود او هغه دا چې دوی غوښتل په دې توګه په راتلونکي کې یو ځل بیا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له لوري د کیمیاوي وسلو د استفادې مخه ونیسي.

په سوریه باندې د امریکا په مشرۍ د فرانسې او بریتانیا ګډ برید د امریکا تر لومړني برید دقیقا یو کال وروسته ترسره شوه. یو کال وړاندې د سوریې په خان شیخون ښار کې د بشار الاسد د رژیم له لوري د کیمیاوي برید په ځواب کې امریکا پر سوریې ورته بریدونه ترسره کړل. خو دا ځل متحده ایالاتو په یوازې سر دغه بریدونه ترسره نه کړل، بلکې فرانسې او بریتانیا هم په دې بریدونو کې ونډه واخیستله او د تیر ځل په نسبت ډیر بریدونه ترسره شول.

د سوریې په دوما ښار کې تر کیمیاوي برید وروسته، د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر خپله ټویټر پاڼه د امریکا د چټک او سخت پوځي اقدام ګواښ وکړ او سربیره پر دې یې پر روسیه او ایران هم سختې نیوکې وکړې. د ولسمشر ترمپ دغه ټویټ په یوه خطرناکه سیمه کې د [امریکا متحده ایالاتو] د یوه حتمي برید په هکله نړیوال د خطر زنګ ووهو چې له امله یې امریکايي چارواکي دې ته اړ شول چې ځوابونه پیدا کړي.

Syrien Assad besucht Truppen in Ost-Ghuta
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/Syrian Presidency

هغه مهال چې برید ترسره شو کوم چې د ولسمشر ترمپ د لومړنۍ ژمنې څو ورځې وروسته وو، داسې ښکاریدو چې د یو کم شمیر هدفونو په موخه ترسره شوی چې پکې خپل دوه متحدین یې هم له ځانه سره یوځای کړي. د یو شمیر څارونکو له پاره، د امریکا په مشرۍ دغه پوځي عکس العمل له ولسمشر ترمپ څخه له وړاندې نه د تمه کیدونکي ځواب په پرتله محدود وو چې دغه څه هم یو شمیر پوښتنې راولاړې کړي دي.

آیا اسد پیغام ترلاسه کړی او بیا به کیمیاوي بریدونه وکړي؟

د سوریې له پاره د متحده ایالاتو پخواني سفیر راین کروکر چې تر دې مخکې یې د عراق، پاکستان او افغانستان له پاره د واشنګټن د ځانګړي استازي دنده هم ترسره کړې، په دې هکله ویلي: «زه ډیر حیران نه یم.» نوموړي همدا راز ویلي چې په اصل کې موږ د تیر کال د بریدونو په څیر دا ځل هم ورته اقدام وکړ خو فرق یې یوازې دا وو چې دا ځل په پراخه کچه وو. د نوموړي په باور دغه اقدام به د اسد پر وړتیاو اوږدمهاله اغیز ونکړي چې په راتلونکې کې هم دهغه د کیمیاوي وسلو او یا بل شی د کارولو مخه ونیسي.

په اروپا کې د ناټو سازمان او د امریکا د پوځ پخوانی قوماندان فلیپ بریډلف بیا وايي چې آیا دغه څه [پر سوریې د امریکا په مشرۍ بریدونه] به د هغه [اسد] مخه ونیسي، داسې یوه پوښتنه چې لا حل شوې نه ده.»

President Trump comments on Syria, FBI raid of Michael Cohen's office at White House
انځور: picture alliance / Newscom

په داسې حال کې چې دا مشکله ده چې د اسد د ځواب وړاندوینه وشي، د سوریې د چارو کارپوهان بیا د اسد پر رژیم باندې د روسیې او ایران اغیز په ګوته کوي. فلیپ بریډلف په دې هکله وايي: «په یاد ولرئ چې ښاغلی اسد په خپله د هغه څه وړتیا نه لري چې اوس د هغه په شاوخوا کې روان دي.» د نوموړي په وینا نوموړی د روسیې او ایران له لوري دې کار ته هڅول او تشویقیږي.

 په داسې حال کې چې د سوریې له پاره د متحده ایالاتو پخواني سفیر راین کروکر د واشنګټن د دې پریکړې ملاتړ کوي چې دا ځل امریکا په یوازې توګه پر سوریې برید ونکړ، خو د فرانسې او بریتانیا پرته د نورو هیوادونو نه ملتیا عرب نړۍ ته یو بد زیګنال لیږي. دغه پخواني ډپلومات د برلین د هغې اعلان په هکله هم خپله حیرانتیا څرګنده کړه چې آلمان پریکړه وکړه چې پر سوریه باندې په دې بریدونه کې ونډه نه اخلي.