پاکستانيان کومو هيوادونو ته بې ویزې سفر کولای شي؟
د پاکستان پاسپورت په نړيواله درجه بندۍ کې د نړۍ څلورم کمروزی پاسپورت دی. خو ځينې داسې هيوادونه شته چې ددې پاسپورت لرونکي ورته بې له ویزې سفر کولای شي.
آسيا او د منځني ختیځ هيوادونه: ۱ـ قطر
قطر تيرکال د پاکستان په گډون تر۸۰ زياتو هيوادونو د وگړو له پاره دغه هيواد ته تر سفر دمخه ویزې ترلاسه کولو شرط له منځه يوړو او قطر ته په ورننوتلو سره د يوې مياشتي ويزه ورکوي.
۲- کمپوچيا
د سويل ختيځې آسيا دغه هيواد (کمپوچيا) ته د سفر له پاره پاکستاني اتباع د انترنت له لاري ويزه ترلاسه کولای شي او يا کمپوچيا ته تر رسيدو ورسته هم ویزه اخيستلای شي.
۳ـ مالديو
که د هوټل او د ورځني لگښت له پاره پوره پيسې او پاسپورت ولري، نو پاکستانيان کولای شي مالديو ته په رسيدو سره د «خدول ويزه» ترلاسه کړي.
۴ـ ختيځ تيمور
ختیځ تيمور د اندونيزيا گاونډي هيواد دی او پاکستاني وگړي دلته په رسیدو سره په هوايي ډگر کې د دیرشو ورځو ويزه ترلاسه کولای شي.
د کاريبک هيوادونه: دومينيک جمهوريت
د کاريبک ټاپوگانو دې کوچني هيواد ته د سفر له پاره پاکستانيان ویزې ته اړتيا نه لري.
۲ـ هايتي
هايتي په کاريبک ټاپوگانو کې پروت دی او دلته د پاکستان اتباع تر دريو مياشتو پوري بې له ویزې پاتيدلای شي.
سانت وينسينت او گريناداينز
د کاريبک دې کوچني هيواد ته هم پاکستاني وگړي د سفر له پاره ويزې ته اړتيا نه لري.
د پاسيفيک د جنوب ټاپوگان او هيوادونه: ۱ـ مايکرونيشيا
د پاسيفيک دا هيواد چې له څو ټاپوگانو جوړ دی، له اندونيزيا سره نژدې پروت دی. پاکستاني وگړي که د سفر لگښت ولري نو د ویزې ترلاسه کولو پرته د يوې مياشتې له پاره مايکرونيشيا ته سفر کولای شي.
۲ـ وانواتو
وانواتو جمهوريت هم د ټاپوگانو هيواد دی. دا د استرليا په شمال کې پروت دی او هلته هم د سفر له پاره د پاکستان پاسپورت لرونکي د ویزې ترلاسه کولو ته اړتيا نه لري.
۳- کک جزایر
د پاسيفيک په جنوب کې پروت دا کوچنی هيواد هم له ټاپوگانو جوړ دی. دې ټاپوگانو ته هم د ورتگ له پاره وار دمخه ویزې اخيستو ته اړتيا نشته.
۴ـ نيووې
د هينلې د پاسپورت انديکس په حواله د پاسيفک د سويل لويديځ هيواد نيووې د سفر له پاره پاکستاني تابيعت لرونکي د سفر د مخه د ویزې ترلاسه کولو ته اړتيا نه لري.
۵ـ پيلاو جمهوريت
د پاسيفيک دا ډير کوچنی هيواد څلور سوه مربع کيلومیتر مساحت لري. دلته هم پاکستاني وگړي تر ديرشو ورځو پوري بې له وېزې پاتيدلای شي.
۶ـ سامووا
په سويلي پاسيفيک کې پروت دې هيواد ته هم پاکستانيان پرته له ویزې ورتلای شي.
۷۔ تووالو
په پاسيفيک کې له استرليا سره په کم واټن کې د فيجي ترڅنگ پروت دا هيواد (تووالو) د نړي څلورم کوچنی هيواد دی. دلته هم پاکستانيان د رسيدو سره سم ويزه ترلاسه کولای شي.
د افريقا هيوادونه: ۱ـ کيپ ويردي
کيپ ويردي چې په لويديځه افريقا کې پروت دی، پاکستاني اتباعو ته تر رسيدو وروسته ویزه ورکوي.
۲ـ مدگاسکر
مدگاسکر د هند په سمندرگي کې د افريقا په ختيځ کې پروت هيواد دی. د پاکستان پاسپورت لرونکي، د ټاپوگانو دې څلورم ستر هيواد ته تر رسیدو وروسته د دريو مياشتو ويزه ترلاسه کولای شي.
۳ـ گني بيساو
د لوېديځي افريقا دې هيواد ته هم تر رسيدو وروسته پاکستانيان د درو مياشتو ویزه ترلاسه کولای شي.
۴ـ کوموروز يا د د قمر جزايز
د افريقا په شمالي ساحل کې پروت دې هيواد ته د ورتگ له پارهم پاکستانيان ویزې ته ضرورت نه لري.
۵۔ موريتانيا
د هينلې د پاسپورت انديکس په حواله د افريقا په شمال لويدځ کې پروت دې مسلمان ميشته هيواد ته د رسيدو سره سم پاکستانيان ويزه ترلاسه کولای شي.
۶ـ موزمبيک
د افريقا په جنوب ختيځ کې پروت هيواد موزمبيک ته هم د سفر د مخه پاکستانيان ویزې ته اړتيا نه لري.
۷۔ تانزانيا
د هينلې د پاسپورت انديکس په حواله د موزمبيک گاونډي هيواد تانزانيا ته تر رسيدو وروسته پاکستانيانو ته ويزه ورکول کيږي.
۸ـ سوماليا
پاکستاني اتباع کولای شي د سوماليا د موگاديشو، بوساسو او گالکايو هوايي ډگرونو ته په رسيدو سره ويزه ترلاسه کړي. خو په اسلام آباد کې د سوماليا سفارت د انترنت پاڼې څخه دا معلومات تائید نه شول.
۹ـ توگو
د افريقا په لويديځ کې پروت د کابو ۶۵ لکه نفوسو هيواد توگو هم پاکستانيانو ته تر ور رسیدو وروسته ويزه ورکوي.
۱۰ـ يوگاندا
د منځنۍ افريقا هيواد يوگاندا ته هم پاکستاني پاسپورت لرونکي تر رسيدو وروسته ویزه ترلاسه کوي. پر دې سربيره د انترنت له لارې «اليکترونيکي ویزه» هم ترلاسه کولای شي.