1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر پولو په نښتو کي یاغیان وژلي

۱۳۹۶ آبان ۲۲, دوشنبه

د پاکستان پوځ وویل چې د افغانستان پر پوله په نښتو کې اته یاغیان او دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي. پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې پاکستان پر پوله د اغزن دېوال له درولو سره غواړي په دې سیمه کې خپل کنترول پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/2nX9w
Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې ویلي دي چې «ترهګرو د افغانستان له اړخه د پاکستان پر پوستو باندي د برید هڅه وکړه» چې په پایله کې یې له اتو څخه تر لسو برید کوونکو وژل شوي دي. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې پیښه د باجوړ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په بیانیه کې د دوو پاکستاني پوځیانو نومونه هم راغلي دي چې په دې پیښه کې وژل شوي. پر دې سربیره د څلورو نورو سرتیرو د ټپي کیدو خبره هم شوې ده.

په بیانیه کې روښانه شوې نه ده چې پیښه کله رامنځ ته شوې ده، خو یوه امنیتي لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه د دوشنبې په ورځ پیښ شوي دي.

په بیانیه کې پر افغانستان نیوکه شوې ده، ځکه په حواله يې دغه شان پیښې له دې کبله رامنځ ته کیږي چې افغانستان له خپلې خوا د پولې په کنترول کې پاتې راغلی.

اسلام آباد او کابل وخت نا وخت یو پر بل باندي د یاغیانو د ملاتړ تورونه لګوي، چې بیا له پولې څخه له اوښتو سره په دواړو اړخونو کې بریدونه ترسره کوي.

پاکستان د روان کال په مارچ میاشت کې له افغانستان سره پر خپله پوله باندي د اغزن سمي ديوال درولو چاري پیل کړې، خو کابل بیا پر دې اقدام باندي نیوکې کوي او وایي چې دا د یاغیانو د مخنیوي له پاره گتمنه لار نه ده، بلکې د دې لامل کیږي چې د پولې په دواړو خواو کې پراته قومونه یو له بل څخه بیل شي.