1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني پولیس: ۱۰ وسلوال مو ووژل

۱۳۹۶ فروردین ۱۹, شنبه

پاکستاني پولیسو د شنبې په ورځ ويلي چې د لاهور په ښار کې یې د پاکستاني طالبانو پورې تړلې د جماعت الحرار ډلې لس وسلوال کسان د یوې وسلوالې نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2avKf
Pakistan | Selbstmordanschlag auf ein Volkszählungsteam in Lahore
آرشيف انځورانځور: DW/T. Shahzad

د پاکستاني پوليسو په وينا د وسله والو سره په نښته کي په وژل شوو کسانو کې د فبروري میاشتې د بمي چاودني چې ۱۳ کسان پکې وژل شوي وو، یو همغږی کوونکی هم شامل دی. دغه وسلواله نښته څو ورځې وروسته له هغه رامنځ ته کیږي چې د پاکستان په لاهور ښار کې پاکستاني طالبانو د سرشمیرنې پر یوه پوځي ډله د برید مسولیت ومانه. په دې برید کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.

پولیسو همدا راز ویلي چې دوی د شنبې ورځې په سهار پنځه وسلوال کسان د لاهور ښار څخه یوې لیرې سیمې ته انتقالول ترڅو د وسلو او چاودیدونکو توکو زیرمې وموندي، خو د لارې په اوږدو کې د ۹ وسلوالو کسانو لخوا تر برید لاندې راغلل او نیول شوي کسان یې آزاد کړل.

پولیسو د نورو سرتیرو غوښتنه وکړه او سیمه یې کلابنده کړه ترڅو وسلوال کسان ځانونه تسلیم کړي.

د پاکستان د پنجاب ایالت له ترهګرۍ سره د مبارزې د څانګې یوه ویاند د خپرې شوې اعلامیې له لارې ویلي دي چې «وسله واله نښته ترسره شوې. کله چې نښته پای ته ورسیده، د وسلوالو کسانو لس مړي له سیمې څخه ترلاسه شوي کوم چې د خپلو ملګرو لخوا وژل شوي دي.»

اعلامیه همدا راز زیاتوي چې په وژل شوو کسانو کې په لاهور ښار کې د تیرې فبروري میاشتې د برید همغږي کوونکی هم شامل دی. دغه کس هغه مهال چې په امنیتي کامرو کې د ځان وژونکي کس سره یوځای لیدل شوی وو، له چاودنې وروسته نیول شوی وو.

جماعت الحرار په لاهور ښار کې د فبرورۍ میاشتې د برید چې پکې ۱۳ کسان وژل شوي وو او همدا راز د تیر کال د برید چې یو عامه تفرحي پارک یې په نښه کړی وو او له ۷۰ څخه ډیر کسان پکې وژل شوي وو، مسوولیت منلی وو.

وروسته له هغه چې د روان کال د فبروري په میاشت کې د سند ایالت اړوند د صوفیانو په یوه زیارت برید ترسره شو، د پاکستان امنیتي ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ جنګیالي وژلي دي.

د روان کال په ترڅ کې په دې هیواد کې د بریدونو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې هم ترینګلي شوي دي. ځینې پاکستاني چارواکي پر افغانستان تور پورې کوي چې پاکستاني طالبانو ته خوندي ځایونه برابروي. بل لوري ته بیا افغان حکومت پاکستان له افغان طالبانو سره په مرسته تورنوي او پاکستان دغه څرګندونې ردوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.11.2016):