پاکستاني پولیس: د واحدي هیڅ درک نه لرو
۱۳۹۴ بهمن ۲۶, دوشنبهپه اسلام آباد کې د کوهسار د پولیسو مرکز مشر بشیر اعوان په حواله پولیس د افغانستان د دغه پخواني والي په لټه کې دي. اعوان له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «زموږ کوښښ دا دی چې ژر تر ژره دا قضه حل کړو، خو تر اوسه پورې بریالي شوې نه یو.»
فضل الله واحدي د جمعې په ورځ (د فبروري میاشتې۱۲) د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوې وو. د واحدي کورنۍ وایې چې هغه له کور څخه د باندې په سیکټر ایف سیون کې قدم وهلو چې نا معلوم کسان په موټر کې راغلل او واحدي یې له ځان سره بوته.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر هم په دې اړه استحضار کړی وو.
په پاکستان کې د افغانستان د چارو کارپوه طاهر خان په حواله د پاکستان په پلازمېنه کې د یو افغان والي تښتول کیدل نه یوازې په نړیواله کچه د پاکستان حیثیت ته زیان رسوي، بلکې د دواړو هیوادونو پر اړیکو هم ناوړه اخیزه کولې شي.
بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه پخواني افغان چارواکي په اړه له څه ویلو څخه ډډه کوي. د ژورنالستانو د پوښتنې په ځواب کې دوی ته ویل کیږي چې دا د کورنیو چارو وزارت اړونده معاله ده.
تر دې مخکې په افغانستان کې هم پر فضل الله واحدي باندې وژونکي بریدونه شوې ول. واحدي په پاکستان کې د مهاجرت پر مهال د سید احمد گیلاني په محاذ ملي جبهې پورې اړه درلوده، او وروسته یې بیا د پاکستان سره په سرحدي ولایت کونړ او بیا هرات ولایتونو کې د والي په توگه دنده ترسره کړې.