1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني ليکوال د افغانستان په اړه د خپل هيواد پر سياست باندي نيوکي کوي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

په لندن کي مېشت پاکستاني ليکوال کامله شمسي او ناديم اسلم په خپل وروستي کاب کي د افغانستان د جنګ په اړه د خپل هيواد پر سياست باندي نيوکوي کوي او ليکي چي هغه شی،چي پاکستان جوړ کړی اوس په خپله نسي ځني خلاصېدای...

https://p.dw.com/p/N9Vq
شمسي: زما د هيواد خراب خاصيت متأسفانه دادی، چي د مسؤليت د منلو احساس پکښي ډير ضعيفه دی.
شمسي: زما د هيواد خراب خاصيت متأسفانه دادی، چي د مسؤليت د منلو احساس پکښي ډير ضعيفه دی.انځور: picture-alliance / dpa

په لويديز کښي په دې وروستيو وختو کښي د افغانستان په اړه د پاکستان پر رول باندي ډير انتقادونه موجود دي، او پاکستانۍ ليکواله کامله شمسي هم هغوی حق په جانب بولي.

«زما په عقيده دغه ټول انتقادونه پر ځای دي.د30 کلو راهيسي پاکستان، افغانستان ته د يوه واقعي هيواد په سترګه، چي انسانان پکښي ژوند کوي، نه ګوري، بلکي د هندوستان پر ضد د خپلي ستراتيژيکي وسيلې په حيث په پاکستان کي طالبان تقويه او په کمپونو کي تربيه کړه.»

د کامله شمسي آخري رومان «سوځيدونکې سايه » په څو لسيزو کښي پر ډيرو هيوادو باندي رڼا اچوي، چي مهمه برخه يې د 11 د سپټامبر په نتيجه کښي د افغانستان جنګ دی.

د ناديم اسلم کتاب،چي د «پنځو حواسو» په نامه ياديږي، بيا برعکس ډيره برخه يې يوه کور، افغانستان ته وقف سوې ده.

په کتاب کښي ليکواله د څو لسيزو په جريان کښي په افغانستان کښي د مختلفو هيوادو پر رول باندي خبري کوي. د هغې جملې څخه پاکستان، چي کوم شی جوړ کړی دی ، اوس پخپله نسي ځيني خلاصيدلای.

«بې نظير بوټو ددې سره کومک وکی، چي طالبان راپيداسي. پدې موږ پوهيږو ، او طالبانو دا مړه کړه. دا ډول يې سړی فکر نسي کولای: خو دا هغه سبق دی چي موږ په کوچنيوالي کښي لا اوريدلی دی. څوک چي خراب کار کوي،هغه ته پخپله خرابي پيښيږي. خو خبره داده، چي څنګه سړی کولای سي،په آسانۍ سره د هغه څخه ځان خلاص کي .»

که څه هم په دغه ډول انتقادي نظريات په پاکستان کښي د عامه بحثو په جريان کښي رامنځته کيږي، خو په دغو انتقادي نظرياتو کښي زيادتره هغه نظريات حاکم دي، چي د افغانستان د پرابلمو مسؤلين خارج بولي، په اول قدم کښي د امريکا متحده ايالات او هندوستان، ليکن کامله شمسي وايي:

« زما د هيواد خراب خاصيت متأسفانه دادی، چي د مسؤليت د منلو احساس پکښي ډير ضعيفه دی. طبعاً دا آسانه خبره هم ده چي پر نورو باندي ملامتي ورواچول سي. زه پخپله نه پوهيږم، چي په پاکستان کښي تر استقلال وروسته دغه ډول کلتور ولي دونه قوي سوی دی. بايد يو وخت يو څه پيښ سوي وي،خو زه په هغه نه پوهيږم .»

د پاکستان په تاريخ کښي د ډير وخت دپاره د مطبوعاتو سانسور د خپلو غلطيو دا راښکاره کولو مخنيوی کړی دی. خو شمسي وايي، چي د شخصي رسنيو اوسنی ډيرښت هم په دغه حالت کښي تغير ندی راوستلی.

د نادم اسلم دپاره دا يو ضرورت دی، چي بين امللي ټولنه په افغانستان کښي پر اشتباهاتو باندي خبري وکي.

هغه وايي:« زما په کتاب کښي ما غوښتل، چي بيرته افغانستان ته ولاړ سم. وګوری موږ ټولو د نړۍ په دغه برخه کښي اشتباهات کړي دي، او اوس بايد موږ د هغه سره ژوند وکو، او دا ځکه چي موږ هميشه فکر کاوه چي دا خو افغانستان دی، دا يو بل ځای او داسي ځای دی، چي زموږ ورسره هيڅ کار نسته . »

هم ناديم اسلم او هم کامله شمسي اميد لري، چي دوی به د خپلو رومانو د لاري يو بحث او مشاجره رامنځته کي، هم په پاکستان او هم ټوله نړۍ کښي.

Bärthlein, Thomas/ قاسم نوري

کتونکی. زيارمل