1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني علما د کابل په کنفرانس کي گډون نه کوي

مسعود جهش/ اسوشېتد پرس۱۳۹۱ اسفند ۱, سه‌شنبه

هغو پاکستاني ديني عالماوو چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د ترسره کیدونکو خبرو له کبله خواشیني شوي دي ویلي دي چې په هغه کنفرانس کې به ګډون و نه کړي چې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو په موخه په کابل کي جوړیږي.

https://p.dw.com/p/17guo
--- 2012_08_16_afghanistan_pakistan_FRA.psd
Karte Afghanistan Pakistan Französischانځور: DW

د اسوشیتد پرس خبري آژانس ویلي دي چې د پاکستان د ديني عالمانو مشر مفتی ابوهریره محی الدین، د یکشنبې په ورځ خپل افغان سیال ته په استول شوي یو لیک کې ليکلي دي چې ځیني افغان عالمان د طالبانو پر ضد «ناخوشاینده» خبري کوي.

محې الدین په خپل لیک کې زیاته کړې ده چې د افغانستان له لوري پلان شوی دغه کنفرانس د طالبانو تر فشارلاندي کولو له پاره یواړخیز اقدام دی، نه د سولې د بهیر د پر مخ بیولو له پاره.

دغه لیک ښايي د افغان دولت هغو هلو ځلو ته د پای ټکی کښیږدي چې د تیر کال د نوامبر میاشتې راهيسي یې پیل کړي دي. افغان حکومت اعلان کړی وو، چې د افغانستان د شخړي د سوله ییز حل له پاره به په کابل کې د پاکستان او افغانستان د علماوو یو ګډ کنفرانس جوړ کړي.

په دې ترڅ کې پلان شوې وه چې د روان کال په مارچ میاشت کې به له پاکستان او افغانستان څخه ۵۰۰ دیني علما کابل ته راشي، او د یوه کنفرانس په ترڅ کې به تاوتریخوالی او ځانمرګي بریدونه وغندي او په همدې حال کې به له ټولو اړخونو څخه وغواړي چې د سولې په بهیر کې ونډه واخلي. هغه وخت دغه پریکړه د کابل او اسلام آباد د اړیکو د ښه کیدو د نښانې په توګه ګڼل شوې وه، خو وورستی لیک د دواړو ګاونډیو تر منځ د موجودو ستونزو ژورتیا بربنډوي.

په پلان کې ده چې د راتلونکي کال تر پایه پوري به ټول نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووزي. امریکا او لوېدیځ متحدین یې غواړي چې تر دې نیټې دمخه د افغانستان شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

تیر کال طالبانو اعلان وکړ چې په قطر کې به یو دفتر پرانیزي، ترڅو د سولي په خبرو کې د هغوی یو مشخص آدرس وي. خو طالبانو بیا وروسته اعلان وکړ چې له دې کاره ځکه ډډه کوي چې د هغوی په خبره متحده ایالات نه غواړي په رښتینې توګه په خبرو اترو کې ګډون وکړي.

که څه هم ویل کیږي چې اوس مهال طالبانو له۳۰ څخه تر۴۰ هیوادونو استازو سره د خبرو اترو په حال کې دي، خو افغان ولسمشر ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې بهیر باید یوازې د افغان دولت له لوري پر مخ ولاړ شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل له افغان حکومت سره له خبرو اترو څخه ډډه کوي.

د افغانستان د سولې شورا ځینو غړو هیله څرګنده کړې وه چې که۵۰۰ دینی علما په کابل کې سره راټول شي او د تاوتریخوالي د ختمیدو غوښتنه وکړي، نو په دې سره به په افغانستان کې د نښتو کچه را کښته شي. خو د افغان او پاکستاني علماوو تر منځ هغه وخت د نظر اختلافات رامنځ ته شول، چې تیره اوونۍ  په اسلام آباد کې پاکستاني علماوو د دې غوښتنه وکړه چې په دغه کنفرانس کې دې همداراز د طالبانو استازې هم ګډون وکړي.

د دواړو هیوادونو علماوو ویلي ول چې «د کابل کنفرانس به د کوم اړخ په ګټه او یا هم ضد خبري و نه کړي، او د اسلامي اصولو پر اساس به جوړ شي.»

خو د یکشنبې په ورځ پاکستاني علماوو وویل چې په کابل کې د افغان علماوو څرګندونې د طالبانو پر ضد دي. تر دې وروسته د دغه هیواد د علماوو مشر خپل افغان سیال ته یو لیک استولی دی چې پکې یې لیکلي چې د کابل په کنفرانس کې به ګډون و نه کړي او په راتلونکې کې به هم پکې کوم نقش و نه لوبوي.

په کابل کې د افغانستان د سولې عالي شورا غړو د دغه لیک ترلاسه کول تائید کړي دي او په دې اړه یې له جزئیاتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.