1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو مفتي نور ولي محسود خپل نوی مشر ټاکلی

۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبه

پاکستاني طالبانو د ملا فضل الله وژل کیدل تائيد او نور ولي محسود یې د دغې ډلې نوی مشر ټاکلی دی. مخکې تر دې د د دغې ډلې د مختلفو څانګو تر منځ د نوي مشر د ټاکل کیدو په اړه ډیرې اوازې وې.

https://p.dw.com/p/30AR8
Pakistan Taliban-Führer Mullah Fazlullah
انځور: picture-alliance/dpa/Ttp

د آلمان خبري آژآنس dpa د پاکستاني طالبانو د ویاند محمد خراساني په حواله ویلي دي چې مفتي نور ولي د دغه تحریک د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی. نوموړی د ملا فضل الله تر وژل کیدو وروسته د دغې ډلې مشر ټاکل شوی دی. ملا فضل الله د جون میاشتې په ۱۳ نیټه د امریکایي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو. خو پاکستاني طالبانو دا خبر نه وو تائید کړی.

د شنبې په ورځ دغې ترهګرې ډلې د ملا فضل الله وژل کیدل تائید کړل او ويې ویل چې د دغې ډلې مشري یو وار بیا د محسود قبیلې پورې اړوند یوه جنګي قوماندان ته وسپارل شو. ویل کیږي چې نور ولي محسود نه یوازې مذهبي لارښود بلکې یو پیاوړی جنګیالی هم دی.

د آلمان خبري آژانس په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې نور ولي محسود له افغان طالبانو سره نږدې اړیکي لري او د حقاني شبکې ملاتړ هم له ځان سره لري.

نور ولي محسود د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله محسود نږدې ملګرې وو. دغه جنګي قوماندان د طالبانو پر فعالیتونو یو کتاب هم لیکلی دی، په کوم کې چې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظير بهټو، د قتل تر څنګ د یو شمیر نورو لویو بریدونو په اړه هم معلومات ورکړل شوي دي.

د طالب سرچينو په حواله دا وار د مشر د ټاکل کیدو پر سر د تاوتریخوالي کومه پيښه نه ده رامنځته شوې. د یادونې وړ ده کله چې په ۲۰۱۳ م کال کې ملا فضل الله د دغه تحریک نوی مشر ټاکل کیده، د دغې ډلې د جنګیالیو تر منځ د داخلي اختلافاتو له امله په لسګونه جنګیالي وژل شوي ول.

د یوې لسیزې راهیسې د پاکستاني طالبانو تحریک په له تشدده ډکو پیښو کې تر اوسه پورې ۷۰ زره کسان وژل شوي دي.