1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پاکستاني طالبانو د اختلافاتو له امله د نوي مشر ټاکل ځنډولي

۱۳۹۷ تیر ۱, جمعه

د پاکستاني طالبانو له کړۍ څخه یوې سرچینې ویلي دي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ملافضل الله تر وژل کیدو وروسته د دوی د دوو ډلو ترمنځ د نوي مشر پر ټاکل کیدو جنجالونه شوي.

https://p.dw.com/p/303cR
Pakistan Taliban-Führer Mullah Fazlullah
انځور: picture-alliance/dpa/Ttp

د پاکستاني طالبانو مشر ملافضل الله تیره اونۍ په کونړ ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې ووژل شو. ولسمشر غني د ملافضل الله د وژل کیدو خبر په رسمي توګه د پاکستان نوي مؤقت لومړي وزیر او د پوځ لوی درستیز ته د تلیفون له لارې ورکړ او دغه څه یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یوه لاسته راوړنه یاده کړه.

په عین وخت کې د پاکستاني طالبانو له داخل څخه یوې سرچینې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د [پاکستاني] طالبانو دوې ډلې غواړې چې د دوی خپل کس د دې ډلې مشري پر غاړه واخلي. دغې ترهګرې ډلې د تیري یوې لسیزې په ترڅ کې شاوخوا ۷۰ زره پاکستانیان وژلي دي.

ملافضل الله چې په ۲۰۱۲م کال کې یې د نوبل د نړیوالې جایزې اوسنۍ ګټونکې ملاله یوسفزۍ باندې د برید امر کړی وو، تیره اونۍ د افغانستان په کونړ ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

یادې سرچینې د آلمان خبري آژانس ته وویل چې تقریبا وضعیت داسې وو چې د خیبر پښتونخوا له شمال غربي سیمې سوات څخه د طالبانو جنګیالی عمر رحمن سواتی د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه وټاکل شي خو په وروستیو شیبو کې د هغه بل رقیب قاري نور را مخې ته شو. زیاته شوې ده چې قاري نور زیاتره وخت په افغانستان کې وي.

سربیره پر دې یادې سرچینې ویلي دي چې د یوې بلې پاکستاني ترهګرې ډلې مشر مفتي نور ولي محسود چې له حقاني شبکې سره هم نږدې اړیکي لري، هم غواړي چې د پاکستاني طالبانو مشري په لاس کې واخلي. 

حقاني شبکه چې یو شمیر مشران یې په پاکستان کې میشت دي داسې انګیرل کیږي چې د پاکستان له استخباراتي ادارې یا «آی. اس. آی» سره هم نږدې اړیکې لري. حقاني شبکه هم د پاکستاني طالبانو د نوي مشر په توګه د محسود ملاتړ کوي.

بل لوري ته ویل کیږي چې د طالبانو یوې شورا په افغانستان کې هم ناسته کړې او ښايي یو بل دریم کس هم را صحنې ته شي ترڅو د د طالبانو د مشرتابه پر سر د وینو تویيدو مخه ونیول شي. په ۲۰۱۳م کال کې مخکې له دې چې ملافضل الله د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه وټاکل شي، د پاکستاني طالبانو په خپل منځي جګړو کې د دوی لسګونه جنګیالي وژل شوي وو.