1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان ښایي په خپل مشرتابه کې بدلون راولي

۱۳۹۱ آذر ۱۸, شنبه

د پاکستاني پوځ سرچنیو ویلي دي چې پاکستاني طالبان دې ته چمتووالی نیسي چې په خپل مشرتابه کې بدلون راولي. په دې کار سره ښایي د پاکستان دننه په بریدونو کې کموالی راشي.

https://p.dw.com/p/16yRq
انځور: picture-alliance/dpa

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د پوځي چارواکو له قوله، چې هویت یې نه دی بربنډ شوی، ویلي دي چې ښایي پاکستاني طالبان خپل نوی مشر وټاکي. د رپوټونو په حواله د پوځ دغې سرچینې دا هیله څرگنده کړې ده چې د پاکستاني طالبانو د اوسني مشر حکیم الله محسود لیرې کیدل به په دې معنی وي چې د پاکستان د دولت پر وړاندې به په تاوتریخوالي کې کموالی راشي. حکمت الله محسود له تیرو دریو کلونو راهیسې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د ډلې مشري پر غاړه لري. دغه سرچینې ادعا کوي چې نوی مشرتابه به خپله ډیره توجه افغانستان ته واړوي او ښایي د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوالو پوځونو پر وړاندې د طالبانو په بریدونو کې ډیروالی راشي.

د پاکستاني پوځ یوه چارواکي د رویټرز خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې د محسود د «ډیر تشدد» ایدیالوژۍ هغه د طالب جنگیالو په منځ کې گوښه کړی دی. نوموړې سرچینې زیاته کړې ده چې ولي الرحمن د راتلونکي مشرتابه له پاره داسې یو کاندید دی چې ښایي په اړه یې ټول موفق اوسي.

د جنوبي وزیرستان په مرکز وانا کې یوې بلې سرچینې د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې رحمان، «د منځلارو طالبانو» استازیتوب کوي او داسې امکان شته چې د هغه د مشرتابه لاندې «ښایي پاکستاني طالبان د حکیم الله برخلاف چې په لویه کچه دلته په تخریب کارۍ باندې باور لري، د دولت پر وړاندې خپله جگړه کمه کړي.»

د طالبانو د مشرتابه احتمالي بدلون به کوم تاثیر و نه لري

د شهرم اظهر په نوم يو پاکستانی اقتصاد پوه او فعال چې په متحده ایالاتو کې میشت دی، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د طالبانو په مشرتابه کې به احتمالي بدلون د وسله والو په عملیاتو کې کوم اغیز و نه لري. هغه وایي:

«طالبان د یوې تشدد خوښوونکي، متعصبې او د وحشي ایدیالوژۍ استازیتوب کوي. هغوی پرته له بیخه د راایستلو څخه بدلیدلای نه شي. په مشرتابه او یا هم په تنظیمي جوړښت کې به بدلون د ستونزې په حلولو کې کومه مرسته و نه کړي.»

کراچۍ میشته د امنیتي چارو کارپوه او سیاسي مبصر علي چشتي، هم له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د پاکستاني طالبانو مشر نه، بلکې د افغان طالبانو مشر ملا عمر به په سیمه کې د ستراتیژۍ په اړه پریکړه کوي. هغه وایي «دا په دې پوره اړه لري چې ملا عمر له دې کار سره څومره موافقه لري.» چشتي په دې آند دی چې د «تحریک طالبان پاکستان» د ډلې جنگیالي په خپلو منځو کې سره ټینگ پیوستون نه لري او په مشرتابه کې بدلون راوستل به آسانه کار نه وي.

بیا پخلاینه

کارپوهان دا هم وایي چې د طالبانو نوې مشرتابه ښایي د متحده ایالاتو له پاره له ۲۰۱۴م کال تر مخه په افغانستان کې د ثبات ټینگولو هڅې نورې هم له ستونزو سره مخامخ کړي. هغوی دا چې د طالبانو داسې یو مشرتابه چې پاکستان ته نزدیوالی لري ښایي د متحده ایالاتو د غوښتنو پر ځای په افغانستان کې د پاکستاني پوځ پالیسي تعقیب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او متحده ایالات د پاکستان پر استخباراتې شبکې (ISI) باندې تور پورې کوي چې دوی له کابل او واشنگټن سره د طالبانو په سر معامله کوي.

د کراچۍ په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر ډاکټر نعیم احمد، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان غواړي طالبان په افغانستان کې زیات نقش ولري.

«واشنگټن او کابل هم غواړي چې طالبان په خبرو اترو کې شریک کړي او لا تر مخه هغوی د طالبانو ځینو ډلو سره پټې خبرې اترې تر سره کړي دي خو په عین وخت کې هغوی دا هم غواړي چې پاکستان له دې خبرو اترو څخه د باندې وساتي.»

احمد زیاته کړې ده چې له اسلام آباد سره دغه جریان په سم ډول مخ ته نه ځي چې غواړي له متحده ایالاتو او افغان حکومت سره په خبرو کې هغه پاکستان خوښونکي طالبان راولي چې مذاکرات یې د پاکستان د امنیتي چارواکو په واسطه هم تر سره کیږي.

شامل شمس/ سید ریاض
کتونکی: نسیم صابر