1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان: پر پوهنتونو به بریدونو دوام وکړي

۱۳۹۴ بهمن ۲, جمعه

د پاکستاني طالبانو یوه پیاوړي قوماندان په چهارسده کې پر باچا خان پوهنتون باندي د برید په اړه ویدیو خپره کړې ده او ګواښ یې کړی دی چې په راتلونکې کې به هم دغه شان بریدونه وکړي.

https://p.dw.com/p/1HiKP
Symbolbild Pakistan Taliban Geiselnahme
انځور: Getty Images/AFP/C. Khan

دغه قوماندان ویلي دي چې د چهارشنبې ورځ برید د څلورو یاغیانو له خوا ترسره شو چې په پایله کې یې ۲۱ تنه ووژل شول.

د دې ویدیو په خپریدو سره د طالبانو د انشعاب په اړه اندېښنې لا پسې ډیري شوې دي. تر دې مخکې د دې ډلې یوه ویاند ادعا کړې وه چې د هغوی جنګیالي د چهارشنبې په ورځ پر باچاخان پوهنتون باندي برید کې ښکیل نه ول.

له هغه وروسته چې یاغیانو د چهارشنبې په ورځ په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون باندي برید کې ۲۱ کسان ووژل، د طالبانو ویاند محمد خراساني، د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې برید کې ښکیلتیا رد کړه او هغه یې غیر اسلامي کار وباله.

خو په همدې ورځ د پاکستاني طالبانو د یوې ډلي مشر عمر منصور، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د هغه جنګیالیو پر باچا خان پوهنتون باندي برید کړی دی، ځکه په دې پوهنتون کې زده کوونکي له حکومت او پوځ سره یوځای کیدو ته چمتو کیدل.

ویل کیږي منصور د پاکستاني طالبانو د ډلې مشر ملا فضل الله، ته نزدې دی. تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې ولي د طالبانو ویاند او د دې ډلې یوه قوماندان د پیښور د وروستي برید په اړه بیلابیل نظرونه ورکړي دي. خو تر دغو څرګندونو وروسته، داسې اندېښني چې د پاکستاني طالبانو ډله پر څو برخو ویشل شوې ده ډیري شوي دي.

منصور په خپره شوې ویدیو کې ویلي دي: «تر دې وروسته به موږ سرتیري د هغوی په پوستو کې، قاضیان په محکمو کې او سیاستوال په پارلمان کې و نه وژنو، بلکي هغوی په هغو ځایونو کې چې روزل کیږي له منځه یوسو. په هغو ښوونځیو، پوهنتونونو او کالجونو کې د دوی اساس جوړوي.»

هغه ګواښ کړی دی چې پر ښوونځیو او پوهنتونو باندي بریدونه به دوام وکړي. په خپره شوې ویدیو کې هغه څلور جنګیالي هم ښوول شوي دي چې پر باچا خان پوهنتون یې برید کړی دی.

پاکستاني طالبان غواړي د دې هیواد حکومت ړنګ او د خپل تعبیر له مخې پکښې سخت شرعي نظام حاکم کړي.