1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان خپل نوی مشر ټاکي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۱۱, شنبه

د رسنيو په حواله پاکستان طالبانو د شنبې په ورځ د خپل مشر تر ښخولو وروسته د هغه د ځای ناستي پر سر په سلا مشورو بوخت دي. حکيم الله مسعود د جمعې په ورځ له افغانستان سره په سرحدي سيمه کي د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ووژل سو

https://p.dw.com/p/1AAVN
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان د قباييلي سمي د اوسيدونکو په حواله حکيم الله مسعود د شنبې په ورځ په قباييلي سيمه کي خاورو ته سپارل سوی دی خو د هغه د ښخېدو ځای نه دی ښوول سوی.

د پاکستاني چارواکو په حواله حکيم الله مسعود د افغانستان پولي ته نژدې په شمالي وزيرستان کي د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي وژل سوی دی. په پاکستان کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي.

پاکستاني چارواکو او د تحريک طالبان پاکستان يوه وياند د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسعود مرګ تاييد کړی دی. د پاکستاني طالبانو يوه وياند چي نوم يې پټ ساتل سوی دی د آلمان خبري آژانس (dpa) ته د جمعې په ورځ ناوخته ماښام ويلي دي چي «زه د هغه [حکيم الله مسعود] وژنه تاييد ولای سم.»

د پاکستان امنيتي چارواکو په ټول هيواد کي د طالبانو د غچ اخيستونکو بريدونو په سبب سخت امنيتي تدابير نيولي دي. تر اوسه لا د واشنګټن له خوا په دې اړه څه نه دي ويل سوي. د سپيني ماڼۍ وياند جې کارني، د پوځي عملياتو په اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده. خو د امريکا متحده ايالاتو د حکيم الله مسعود پر سر پنځه ميليونه ډالره جايزه ايښي وه.

د راپورونو له مخي مسعود د پاکستان په شمال لوېديځ کي له درو نورو تنو طالبانو سره د بې پيلوټه الوتکي تر يرغل لاندي راغلی دی. پر هغه ځای باندي چي حکيم الله مسعود پکښې پټ وو څلور توغندی توغول سوي دي. خو وروسته بيا د پاکستاني طالبانو يوه وياند وويل چي په دغه بريد کي پنځه تنه وژل سوي دي.

د حکيم الله مسعود مرستيال ولي الرحمان د روان کال د می میاشتي په وروستيو کي له افغانستان سره په سرحدي سيمه کي د بې پيلوټه الوتکي په يوه ورته يرغل کي ووژل سو. د حکيم الله مسعود تر مخه د هغوی مشر بيت الله مسعود هم په ۲۰۰۹ کال کي دې ته ورته بريد کي ووژل سو.

پر۳۰ کلن حکيم الله مسعود باندي پر وسله والو يرغلونو او ځانمرګي بريدونو سر بيره افغانستان ته د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي کتارونو باندي د يرغلونو پړه اچول سوې او په خپله يې هم منلې وه. هغه په ۲۰۰۷ کال کي په شمالي وزيرستان کي نزدې ۳۰۰ پاکستاني سرتیري هم وتښتول. هغه دغه راز پر ملکي هدفونو باندي د بريدونو پړه پرغاړه اخيستې وه.

داسي ويل کېدل چي د پاکستاني طالبانو مشرتابه د دغه هيواد له حکومتي چارواکو سره خبرو ته تياری ښوولی وو. خو د تحريک طالبان پاکستاني (TTP) يوه وياند شاهدالله شاهد له حکومتي چارواکو سره تماس نيول نه تاييد وي.

د رسنيو په حواله د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د چهارشنبې په ورځ په لندن کي ويلي ول چي له طالبانو سره خبري د شروع کېدو په حال کي دي. خو په پاکستان کي د طالبانو يوه مخکښ د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي حکومت له دوی سره پټ تماس نيولی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان، د بې پيلوټه الوتکي بريد د پلان سوو خبرو اترو له پاره يو«خرابکاري» بللی دی.

په پاکستان کي مخکي هم له وسله والو ياغيانو سره د خبرو اترو هڅي ناکامه سوي دي. د دغه هیواد حکومت د نزدې ۴۰۰۰۰ انسانانو د وژل پړه پر وسله والو افراطي ډلو لکه تحريک طالبان پاکستاني (TTP) پر غاړه باندي ور اچوي.