1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني شیعه مسلمانان مظاهرو ته دوام ورکوي

نسیم صابر (آژانسونه)۱۳۹۱ دی ۲۳, شنبه

پاکستاني شعيه مسلمانانو د کوټې د بريدونو پر ضد مظاهرو ته د دویمې ورځې له پاره دوام ورکړی دی. هغوی د دغو بریدونو د قربانیانو مړي له ځان سره لیږدوي او وایي چې تر هغه به یې ښخ نه کړي چې دولت د اقلیتونو امنیت نه وي نیولی.

https://p.dw.com/p/17Iu7
انځور: AP

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په کوټه ښار کې لږ تر لږه ۸۴ انسانان د غبرګو بمي بريدونو په ترڅ کې ووژل شول. پېښه د کوټې په داسې يوه برخه کې وشوه چې ډېری اوسیدوکي یې شیعه مسلمانان دي.

د دغو بريدونو پړه د «لشکر جنګوي» په نوم افراطي سني مذهبه ډلې پر غاړه اخيستې ده. د پنجشنبې ورځې بریدونه له لسيزو راهيسې پر پاکستاني شیعه مذهبه مسلمانانو باندې تر ټولو خونړی بريد بلل کیږي.

تر دغو بریدونو یوه ورځ وروسته، د جمعې په ورځ پاکستاني شعيه مذهبه مسلمانانو تر ۵۰ زيات مړي پر هغه سړک باندې ايښي ول چې چاودنه په کې شوې وه. دا د هغو کسانو مړي ول چې په همدې بریدونو کې وژل شوي ول.

مظاهره کوونکي چې شمیر یې سلګونو ته رسیده د خپلو خپلوانو له ۵۰ مړو سره ټوله شپه په سړه هوا کې هملته پاتې شول.

د [پاکستاني] هزاره دموکرات ګوند يوه مشر بوستان علي، د تیليفون پر کرښه د آلمان خبري آژانس ته وویل: «موږ به تر هغه وخت پورې خپل لاريون ته دوام ورکړو چې سيمه ييز حکومت په مؤقتي ډول بدل شي او پوځ د کوټې کنترول پر غاړه واخلي»

د کوټې ښار ډېری شعيه مسلمانان هزاره ګان دي چې په پر له پسې ډول د فرقه يي تاوتريخوالي هدف ګرځي. بوستان علي د پنجشنبې د ورځې د غبرګو بريدونو د قربانیانو شمېر ۹۷ تنه وښود او وېره يې څرګنده کړه چې کېدای شي هغه ۱۵۰ تنو ته لوړ شي ځکه د ښاغلي علي په خبره په سلګونو انسانان د دغو بريدونو له امله سخت ټپيان شوي دي.

د پنجشنبې د ورځې په چاودنو کې امنيتي ځواکونه، ژغورندويان او ژورناستان هم ووژل شول. دغه کسان تر لومړي ځانمرګي برید وروسته د پېښې ځای ته ورغلي ول. دويمه چاودنه د يوه موټر بم په واسطه رامنځ ته شوه.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د «فرونتير کورپس» په نوم نيمه پوځي ځواکونو ته د يوې مياشتې له پاره د پوليسو دندې ورکړل شوې دي. دغه ځواکونه پخپله هم د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بريدونو ښکار ګرځي چې د بنجشنبې ورځې د شپنيو بريدونو څو ساعته وروسته د سړک غاړې يوه بم د يوه نيمه پوځي سرتېري په شمول ۱۲ انسانان ووژل.

تېره مياشت ۱۲ شعيه مذهبه مسلمانان د مستونګ په سيمه کې وژل شوي ول. دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې له حامل موټر سره یې یو موټر بم وجنګید. هغوی ایران ته د تلو په حال کې ول.

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون ټول بمي بريدونه غندلي دي او له حکومت څخه يې د تاوتريخوالي پر ضد د جدي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.