پاکستان ۷ تنه افغان طالب بنديان آزاد کړل
۱۳۹۲ شهریور ۱۶, شنبهمخکي له دې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي وه: «د افغانستان د بیا پخلاینې د پروسې د پرمخ بېولو په خاطر، پاکستان اووه تنه افغان طالب بندیان، منصور دادالله، سید ولي، عبدالمنان، کریم آغا، شیر افضل، ګل محمد او محمد زی، له زندانه آزادوي.»
په دغه خبر پاڼه کي وړاندي رغلي ول چې دغه کسان په تیر کال کې د ۲۶ زندانیانو د آزادیدو په تعقیب له زندانه څخه آزاديږي. د اسوشیټډ پرېس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په خبر پاڼه کې دا خبره معلومه نه ده چې دغه کسان لا تر مخه آزاد شوي دي او که د هغوی د آزادیدو پروسه لا په جریان کې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دي، چي د مشهور قوماندان منصور دادالله په گډون دغه کسان د شنبې په ورځ آزاد شوي دي. خو کله چي له هغه څخه پوښتنه وشوه چي دغه کسان افغان چارواکو ته سپارل شوي دي او که يوازي په پاکستان کي له زندانه آزاد شوي دي، په جواب کي وويل «هغوی يوازي آزاد شوي دي».
د دغو طالب بندیانو د آزادیدو اعلان په داسې وخت کې کیږي، چې افغان ولسمشر حامد کرزی تیره اوونۍ په یوه دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی وو. هغه د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري او د دغه هیواد له نوي ټاکل شوي لومړي وزیر نواز شریف سره لیدلي ول.
د اسوشیټډ پریس د رپوټ له مخې په دغو کسانو کې تر ټولو پیژندلې څیره ښایي داد الله وي، چې د ۲۰۰۸م کال د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان په بلوچستان آیالت کې نیول شوی وو. خو د دغو نورو شپږو بندیانو په اړه کوم معلومات نشته، چې دغه کسان څرنګه نیول شوي ول او څومره موده د پاکستان په بند کې ول.
آن د افغان طالبانو د لیکو په منځ کې د داد الله د مقام په اړه پوره معلومات نشته. د (The Long War Jornal) په نوم انټرنیټ پاڼه چې په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو فعالیتونه تعقیبوي په ۲۰۰۸م کال کې رپوټ ورکړی وو چې د افغان طالبانو مشر تابه، د افغانستان په سویل کې له داد الله څخه قومانده اخیستې ده، خو داد الله بیا دغه رپوټونه رد کړي ول.
نوموړی خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې کاږي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې له طالبانو سره د اړیکو په برخه کي د پاکستان رول ډير مهم گڼل کيږي. خو د پاکستان او افغانستان اړیکې له اوږدې مودرې راهیسې ستونزمنې دي او پر یو بل باندي شکمن دي. په ځانګړې توګه کابل پر اسلام آباد باندې څو واري وسله والو ته د خوندي پټنځایونو د ورکولو تور لګولی دی.
د اسوشېتد پرېس د رپوټ له مخې دا خبره لا څرګنده نه ده چې د دغو کسانو آزادیدل به د افغانستان د سولې له پروسې سره کومه مرسته وکړي او که نه.
خو پاکستان لا تر اوسه د ملا عبدالغني برادر چې په پاکستان کي د طالب بندیانو په لیکو کې تر ټولو مهم ګڼل کیږي، د آزادیدو پر سر کومه موافقه نه ده کړې. عبدالغني برادر د طالبانو د مشر ملا محمد عمر يو له نزدې باوري کسانو څخه وو.