1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ۲۱۲ افغانان د شپې افغان چارواکو ته سپارلي دي

۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبه

د ننګرهار چارواکي وايي چې تېره شپه شاوخوا دولس بجې په تورخم کې پاکستاني چارواکو شاوخوا ۲۱۲ کسان چې ناروغان، مېرمني او ماشومان هم پکښې شامل وو، افغان لوري ته سپارلي دي.

https://p.dw.com/p/2YgwC
afghanische Grenzsoldaten in Torkham Grenze zu Pakistan
انځور: DW/O.Deedar

د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي دویچه ویله ته وویل چې له دغې ډلي څخه ۱۷۲هغه کسان ول چې د تورخم په پاکستاني اړخ کې ایسار ول او ځيني ناروغان هم پکښې شامل ول.

نوموړی وايي، په دغو کسانو کې۴۰ هغه کسان هم شامل ول، چې د پاکستان حکومت افغانستان ته راستانه کړي ول، خو دوی بيرته پاکستان ته تللي ول.

فقیرزی زیاته کړه: «په دغو کسانو کې یې ډېری موټرچلوونکي او هغه بندیان شامل دي، چې د پاکستان پولیسو له کورونو راایستلي او په بند کې ساتلي ول.»

د کډوالو چارو ریاست د مالوماتو له مخې له دې وړاندي هم تر۲۰۰ ډېر کسان په تورخم کې افغان حکومت ته سپارل شوي.

د اتلسمي ورځې په تېرېدو سره لا هم د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر پوله خپلي دروازې د تګ، راتګ له پاره نه دي پرانستي.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې که پاکستان د افغان مسافرو پر مخ تړلي لاري خلاصې نه کړي؛ نو دی به له خپل حکومته د افغان مسافرو او په ځانګړي ډول د ناروغانو له پاره د څرخۍ الوتکو غوښتنه وکړي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: