1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان یو پیژندل شوی خبریال ممنوع الخروج اعلان کړ

۱۳۹۵ مهر ۲۰, سه‌شنبه

له هغه وروسته چې د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکوال ددغه هیواد د ملکي ادارې او د پوځ ترمنځ د ترهګرو د پاللو په اړه يو شخړيز راپور خپور کړ، د پاکستان حکومت پر دغه خبريال له هیواده پر دباندي تگ بندیز لګولی دی.

https://p.dw.com/p/2R6hx
Journalisten protestieren in Pakistan Pressefreiheit Zensur
انځور: picture-alliance/dpa/A.Arbab

د پاکستان حکومت یو خبريا له دې امله ممنوع الخروج اعلان کړی چې په خپل یو رپوټ کښې يې د ملکي حکومت او د پوځ ترمنځ له ترهګرو سره د پټو مرستو په اړه يو شخړيز راپور خپور کړ.

سریل المییده، د انګلسي ژبې «ډان» ورځپاڼي مرستیال مسئول مدیر د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې هغه تر هیواد دباندي د وتلو اجازه نه لري. دغه رپوټ چې د جمعې په ورځ خپور شو، په ټولنیزو شبکو کښې یې سخت غبرګونونه را وپارول. د لومړي وزیر نوازشریف د دفتر له خوا دغه رپوټ درې ځله رد شوی دی.

دغه خبریال پر خپل تویتر پاڼه لیکلي دي چې، ماته ویل شوي دي او ماته خبر راکړل شوی دی چې زه ممنوع الخروج اعلان شوی یم. هغه بیا وروسته پر خپله تویتر پاڼه لیکې: «زه نن شپه ډیر خفه یم. دغه زما ژوند دی او دا زما هیواد دی.»

په خپل رپوټ کښې المییده، لیکلي دي چې د پاکستان د ملکي حکومت لوړ پوړو چارواکو ددغه هیواد غښتلي پوځي ادارې ته خبرداری ورکړی چې د خپلو لاسپوڅو جنګیالیو، لکه د «حقاني شبکه» چې له افغان طالبانو سره یوځای شوي او «لشکر طیبه» چې د هند پر ممبی ښار باندې په ۲۰۰۸م کال په برید تورنه ده، له ملاتړ لاس واخلي او یا هم د هیواد انزوا قبوله کړي.

تیره میاشت پاکستان هغه مهال له یوې شرمناکې پیښې سره مخامخ شو چې د افغانستان په ګډون هندوستان، بنګلدیش او بوتان هیوادونو د پاکستان په کوربه توب د جنوبي اسیا د همکاریو سازمان له ناستې سره پریکون اعلان کړ چې له امله یې دغه غونډه وځنډول شوه.

له هغه وروسته چې د هند تر ولکې لاندي کشمیر کښې د هندي ځواکونو پر یوې پوځې اډې برید وشو او په پایله کښې یې ۱۹ هندي سرتیر ووژل شول، هندوستان ډپلوماتيکي هڅې کوي، څو په سیاسی ډګر کښې پاکستان په نړۍ کې یوازې کړي. نوی ډهلي وايي چې هغه ترهګر چې په دې برید کښې ئې لاس لاره، په پاکستان کښې میشت دي.

په ورته وخت کښې د کابل حکومت هم پر اسلام اباد تور لگوي چې دغه هیواد نه غواړي چې افغان طالبان د خبرو میز ته راولي او وايي چې د طالبانو مشران د پاکستان په کویټه او کراچی ښارونو کښې ژوند کوي.

المییده، وايي چې سرچینې ورته ویلي دي چې په یوه مهمه غونډه کښې، د پاکستان ملکي حکومت د دې هیواد د پوځيانو پر ستراتیژۍ نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې کله چې پولیس د ترهګرو ډلو پرضد عملیات کوي، پوځ باید د پولیسو په چارو کښې مداخله و نه کړي.

له څو کلونو راهیسې پر پاکستان تور دی چې یوازې هغه افراطي اسلامپاله جنګیالي په نخښه کوي چې د پاکستان له پاره گواښ وي او د هغو جنګلیالو پرضد غبرګون نه ښيې چې دوی ته گواښ نه رامنځ ته کوي، بلکه هغوی د خپلو ستراتیژکو لاسته راوړنو له پاره روزي او ساتي.

په پاکستاني رسنیو کښې د دې هیواد د پوځ په هکله خبرونه خپرول ډیر سخت او له گواښه ډک کار دی او په ځینو ورته پیښو کښې خبریالان یا نیول شوي، وهل شوي او یا ان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان، په ۲۰۱۱م کال کښې د سلیم شهزاد چې یو خبريال وو د وژنې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې یا ای. اس. ای اچوي خو یادې استخباراتي ادارې دغه تور رد کړی دی.

په یوه غیر عادي حرکت سره، د لومړي وزیر نوزاشریف دفتر د المییده، له خوا لیکل شوی رپوټ درې ځله رد کړی دی او وايي چې «د دغه کار اصلي کسان به وپیژندل شي.» دغه ورځپاڼه چې بنسټ یې د دغې هیواد پلار یا محمد علي جناح ایښی دی، وايي چې دوی د خپل رپوټ ننګه کوي.

نور مطالب