1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې وروسته له ۱۹ کلونو بیا سرشمیرنه کیږي

۱۳۹۵ اسفند ۲۳, دوشنبه

په پاکستان کې وروسته له ۱۹ کلونو یو ځل بیا د لومړي ځل له پاره د سرشمیرنې چمتووالی نیول کیږي. پاکستان په نړۍ کې شپږم ستر نفوس لرونکی هیواد شمیرل کیږي. دا ځل په سرشمیرنه کې ترانس جیندر هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2Z5Vj
Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

دا ځل په پاکستان کې په تر سره کیدونکي سرشمیرنه کې د لومړي ځل له پاره ترانس جیندر په یوه ځانگړې کتگورۍ کې ثبتیږي. د دغه ټولنې خلک وایي چې په پاکستان کې ترانس جېندر له توپیري چلن سره مخامخ دي.

د محکمو د پریکړو وروسته ترانس جیندر په یوه جلا کتگورۍ کې د شمیرل کیدو په خاطر د سروې فورمې چاپ شوي دي. د سرشمیرنې د سروې د فورمو له مخې له خلکو څخه په پوښتل کیږي چې نارینه دی، که ښځه او یا هم ترانس جېندر.

د پاکستان د ځایي رسنیو د رپوټ له مخې د سرشمیرنې لومړنی پړاو به د مارچ له پنځلسمې نیټې څخه د اپریل تر پنځلسمې نیټې پورې وي او دوهم پړاو به د اپریل له ۲۵ نېټې څخه د می تر ۲۵ نیټې پورې تر سره شي. د دغو دوو پړاونو تر ختمیدو دوې میاشتې وروسته به د سرشمیرنې وروستۍ پایلې خپرې شي.

دا ځل د پاکستان په څو قومي ټولنه کې ژبې ته زیات اهمیت ورکول کیږي، خو د رپوټونو له مخې په دغه هیواد کې له ۷۰ څخه د زیاتو ژبو څخه یوازې نهه یې په فورمه کې شاملې کړی شوي دي چې ځینې ټولنې یې په هکله ملحوظات لري.

په دغه فورمه کې نه په گلگت بلتستان کې  مروجې ژبې شاملې کړای شوي دي او نه هم گجراتي ژبه. پر دې سربیره ځینې داسې ژبې هم له پامه غورځول شوي دي چې د پاکستان په یوه لویه برخه کې پرې خبرې کیږي.

د چارواکو په خبره له دې سرشمیرنې څخه وروسته به دا هم معلومه شي چې په پاکستان کې د اوسیدونکو لږکیو سم شمیر څومره دی. ویل شوي دي چې دا ځل په ځانگړې توگه د هندو او مسیحي لږکیو د سمې سرشمیرنې هڅه کیږي.

د سرشمیرنې د سروې فورمې له مخې پاکستاني وگړي به خپل ځان مسلمان، مسیحي، هندو او یا احمدي ښوولی شي. خو سکهـ، پارسي ( پخواني زردشتیان) یا بهايي ټولنې خلکو له پاره کوم انتخاب نه دی ټاکل شوی.

د فورمې په یوه خانه کې دا هم پوښتنه شوې ده چې په کور کې څو تشنابه شته. ملگري ملتونه اټکل کوي چې ۴۰ سلنه پاکستانیان خپل قضا حاجت په صحرا کې رفع کوي، چې ناخواله روغتیایي عواقب له ځانه سره لري، په ځانگړې توگه د ماشومانو له پاره.

په سرشمیرنه کې د تابعیت دوه انتخابه ورکړل شوي، پاکستانی او بهرنی. خو د پاکستان پوځ چې موازي شمیرنه به تر سره کړي، پلان لري چې د افغان مهاجرو په هکله ډیر دقیق واوسي.

ځیني ځایي چارواکي اندیښنه لري چې ښایي یو شمیر افغانان چې له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي به د ځای کسانو په توگه وشمیرل شي، چې له کبله به یې د پاکستان په ځینو سیمو کې د پښتنو ډیموگرافي زیاته شي. ویل شوي دي چې دا ځل به په بهرنیو هیوادونو کې کار کوونکي شا او خوا شپږ میلیونه پاکستانیان په سرشمیرنه کې نه وي شامل.