پاکستان کې له سلو ډیر کسان وژل شوي
۱۳۹۶ تیر ۴, یکشنبهځايي رسنیو د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په بهاولپور کې په یوه لویه لار د تیلو د ټانکر د چپه کیدو او اور اخیستنې په پیښه کې له سلو ډیر کسان وژل شوي او له ۷۵ ډیر کسان بیا سخت ټپي شوي دي.
په لاهور کې د دویچه ویله خبریال، تنویر شهزاد بیا وايي چې د مړو شمیر ۱۲۳ کسان دی.
په عین حال کې د ژغورنې د ځايي ډلې یو چارواکی، رضوان نصیر بیا وايي چې ځینې مړي ان د پیژندلو نه دي. په سیمه کې د ژغورنې عملیات ادامه لري او د اور وژنې ډلې وکولای شول چې اور مړ کړي.
په پاکستان کې د خرابو سړکونو او د موټر چلوونکو د بې پامۍ له امله وخت نا وخت ترافیکي حادثې پیښیږي. په ۲۰۱۵م کال کې لږ تر لږه ۶۲ کسان د پاکستان په جنوب کې هغه وخت ووژل شول چې د سپرلیو یو بس د تیلو له یو ټانکر سره ټکر وکړ.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.04.2015):