1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پاکستان کي ملکي حکومت د افغانستان په گټه دئ"

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۰, جمعه

ټاکل سوې ده چي د شنبې په ورځ به په پاکستان کي انتخابات تر سره سي. افغاني سياستوال او تحليلونکي وايي دغه ټاکني په هغه صورت کي د افغانستان په گټه دي چي سکولار گوندونه بريالي سي.

https://p.dw.com/p/18V7T
Commuters drive by the electoral billboard of candidates of different political parties as the country prepare for crucial general elections scheduled for 18 February, at Choburji Chowk in Lahore, Pakistan, 12 February 2008.The elections were postponed for five weeks following opposition leader Benazir Bhutto's assassination on 27 December 2007, and although the main political parties have resumed campaigning, the pace is far slower and public enthusiasm has eroded. The main opposition parties have agreed to contest the elections scheduled for February 18, but are already claiming that President Musharraf's caretaker government is working to rig the polls in his favour. EPA/RAHAT DAR +++(c) dpa - Report+++
Vor Parlamentswahl in Pakistanانځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان په انتخاباتو کي چي هر گوند قدرت ته ورسيږي د افغانستان له پاره مهم دئ. د کارپوهانو په آند که په دغه هيواد کي پوځيان او يا بنسټپال بريالي سي نو د افغانستان د امنيت له پاره به گواښونه ډير سي.

د دغه دواړو هيوادونو تر منځ، په قبايلي سيمو کي د طالبانو خوندي پټنځايونه، د سولي پروسه او د ډيورنډ کرښي پر سره راپورته سوی کشمکش ډيري جنجالي موضوعگاني دي.

د افغانستان پارلمان غړې شکريه بارکزۍ وايي، که څه هم چي په پاکستان کي د قدرت په بدلون سره د افغانستان په اړه د دغه هيواد بهرنی سياست بدلون نه مومي خو تر پوځي حکومت ملکي ښه دئ:

«تر هغه وخته پوري چي د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ سياست بدلون و نه مومي، دغه شخصيتونه چي ځي او راځي موثر نه دي.»

داسي ښکاري چي د پاکستان په ټاکنو کي د نوازشريف په مشرۍ مسلم ليگ او عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف گوندونو د بريا چانس ډير دئ.

د پاکستان د انتخاباتو د سيسټم پر اساس، خلک گوندونو ته رايي ورکوي او هر هغه گوند چي ډيري رايي وگټي په پارلمان کي ئې چوکۍ زياتي وي.

په دغه هيواد کي لومړی وزير هم د مرکزي پارلمان له خوا ټاکل کيږي خو جمهور رئيس بيا د مرکزي او ايالتي پارلمان رايو ته اړتيا لري.

د افغانستان په اړه د با نفوذه گوندو سياست

د پاکستان د چارو کارپو احمد سعيدي په دې نظر دئ چي د نواز شريف گوند به ډيري رايي وگټي خو دغه گوند مجبوره دئ چي له نورو گوندونو سره ايتلاف وکړي، ځکه په يوازي سر په پارلمان کي ډيري چوکۍ په لاس نه سي راوړلای تر څو حکومت جوړ کړي.

هغه د افغانستان په اړه د برياليو گوندونو د احتمالي سياست په اړه وايي: «قدرت ته د نواز شريف په رسېدو سره به د افغانستان په وضعيت کي ښه والی را نه سي. خو پاکستان به استحکام پيدا کړي او اقتصاد به ئې ښه سي.»

دغه سياسي تحليلونکی وايي، چي نواز شريف د بريتانيا او سعودي عربستان له سياستونو څخه متاثره دئ، په داسي حال کي چي د دغو دواړو هيوادونو سياستونه د افغانستان په گټه نه دي. د سعيدي په خبره «نواز شريف يوه ضعيفه او ناتوانه افغانستان ته سترگي نيولي دي»

پوځيان د افغانستان په گټه نه دي

يو شمېر افغانان وايي، په هغه صورت کي چي پوځيان په پاکستان کي قدرت ته ورسیږي د افغانستان امنيت به نور هم خراب سي او په هيواد کي به ئې د آی اس آی مداخله نوره هم پراخه سي.

د کابل يو اوسېدونکی امير حمزه وايي: «په پاکستان کي پوځي حکومت په هيڅ وجه زموږ په گټه نه دئ. که دوی قدرت ته ورسیږي [زموږ] په هيواد کي مداخله نوره هم ډيريږي.»

خو ډيری افغانان په دې نظر دي، چي دا بې تفاوته ده چي په پاکستان کي کوم گوند قدرت ته رسیږي، ځکه په خبره ئې د افغانستان په اړه ئې سياست مشخص دئ.

يو تن چي خپل نوم عصمت الله ښيي دويچه ويله ته وويل: «په پاکستان کي چي هر گوند قدرت ته ورسيږي نه غواړي چي افغانستان آرام سي. هغوی غواړي افغانان ئې تر تاثير لاندي وي.»

که په پاکستان کي د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۱۱) ټاکني په بريالۍ توگه ترسره سي نو دا به لومړی ځل وي چي دغه هيواد له يوه ملکي حکومت څخه بل ملکي حکومت ته سپارل کيږي.

تر دې دمخه تقريباً ټول ملکي حکومتونه يا د پوځ د کودتا په ترڅ کي له منځه تللي دي او يا هم د پوځيانو له خوا له قدرت څخه ليري کړل سوي دي.