1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان کي افغان مهاجر د خپل وطن پرځای اروپا ته تلل غواړي»

فريدالله خان / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۲۳, شنبه

په پاکستان کې میشت افغان مهاجرو څخه زیات شمیر یې افغانستان د ستنیدو زړه نه ښه کوي. دوي وايي چې افغانستان کې امن او کاروبار نشته له دې امله اروپایي ملکونو ته د تلو په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/1Jhfg
Pakistan Afghanische Flüchtlinge
انځور: DW/F. Khan

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د بیرته ستنیدلو لړۍ پيل سوې ده، یو شمیر افغان مهاجر چې له درو لسیزو پاکستان کې اوسیدلي اوس دې ته تیار ندي چې خپل هیواد ته ولاړ سي. دوی وايي چې د افغانستان پر ځای کوښښ کوي اروپايي ملکونو ته ولاړ شي.

د دویچه د رپوټ له مخې، په ځانګړي توګه د افغان مهاجرو نوی نسل، په اروپایی ملکونو کې د ژوندانه د ښو امکاناتو او معیشت په اړه زیات مالومات لري، ځکه خو دوی دغې ستري وچې ته د رسیدلو په لار کې پرځان د پرتو هر ډول خطرونو منلو ته تیار دي.

د پاکستان په پيښور، اسلام آباد او نور ښارونو کې میشت یو شمیر ځوان تعلیم یافته افغان مهاجر، د نورو مهاجرو په شان افغانستان ته د تللو زړه نه ښه کوي، دوی په دې لټه کې دي چې د خپل وطن پر ځای لویديځو هیوادونو ته مخه کړي.

د پاکستان د پيښور ښار حیات آباد سیمه، یوه له هغو سیمو څخه ده چې ډیر شمیر افغان مهاجر په کې میشت دي. دغه ځای کې د میشتو اکثره افغان کورنیو ځوانان اروپايي ملکونو ته رسیدلي دي.

اروپایې هیوادونو کې میشت افغان مهاجر خپلو کورنیو سره په میاشت کې په مناسب رقم نقدي مرستې کوي او همدا وجه ده چې کورنۍ یې د پاکستان په ښو ځایونو کې ځانته کورنه نیولي دي.
« افغانستان کې امن راتلل سخته دی»

دویچه ویله د یو شمیر افغان مهاجرو سره چې غواړي له اختر وروسته خپل هیواد ته ستانه شي مرکې کړي دي. د ننګرهار ولایت اوسیدونکي احمدیار وايي:« زه دلته (پاکستان) کې زیږیدلی او دلته مې تعلیم کړی دی. زما کوښښ دا دی چې د افغانستان پر ځای یو اروپايي مُلک ته ولاړ شم. زما ډیر خپلوان په آلمان او فرانسه کې کار کوي، په دې هیله چې زه هم په یو ډول نه یو ډول، ځان هلته ورسوم».

په داسې حال کې چې په زرونو افغانان اروپایی ملکونو ته رسیدلي دي، احمدیار وايي چې دی امید نلري چې افغانستان کې دې پوره امن نه راشي. « بهرنیو ملکونو افغانستان سره په میلیارډونو ډالر مرستې وکړې، خو چارواکي د ولس د ستونزو په حلولو کې بریالي نشول، هغوی تل د خپل قدرت د ساتنې په فکر کې وي. مونږ دلته پاکستان کې آرام ژوند لاره خو د افغانستان د سیاست له وجې اوس دلته هم له ستونزو سره مخ شوي یو».

مشران هم اروپا غواړي

د دغو افغان مهاجرو والدین هم په دې برخه کې له دوی سره هم نظره دي. د دوي په اند اروپا ته تلل یوازې په سر کې یوه اندازه ستونزې او تکلیفونه لري خو وروسته بیا ټول عمر سړی آرامه آسوده وي.

د احمدیار د کور مشر یارمحمد خان هم د احمدیار سره همغږی دی.« زه مې نور دلته کاروبار تړم. هغه ته به یو څو روپۍ ورکړم چې تر اروپا ځان ورسوي، که چیری هغه بریالی شي نو کولای شي چې بیا مونږ سره هم مرستې وکړي». یارمحمد هم پر دې ټینګار کوي چې افغانستان کې چندان کاروبار نشته له هغې نه ښه دا ده چې کوم اروپايي مُلک ته د غریبۍ لپاره ولاړ شي.
اروپا ته د رسیدلو لارې چارې

دویچه ویلې د پاکستان په پيښور ښار کې د سفر د مختلفو نمایندګیو (تریول ایجنسیو) سره اروپا ته د تلو د لارو چارو په باب خبري کړي دي. د یوې نمایندګۍ مسئول د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل: تر ټولو زیات خلک د ایران له لارې تُرکیې او بیا له هغه ځایه اروپا ته ځانونه رسوي. هغه کسان چې په غیرقانوني توګه اروپا ته ځي قاچاقبران یې له افغانستان او پاکستان څخه د ایران له لارې ترکیې او له ترکیې څخه یې یونان ته رسوي. په دې برخه کې د هر ملک لپاره جلا نمایندګۍ او د هر ملک لپاره خپل خپل قاچاقبران شتون لري. له دغو غیرقانوني لارو څخه د نفر په سر له ۱۲ لکو نه نیولې تر ۱۵ لکو کلدارو پورې اخیستل کیږي.

د سفر د نمایندګۍ په خبره چې په ویزه باندې د شخص د عکس د بدلولو (فوتو چینج) په ذریعه هم خلک استول کیږي. ویل کیږي چې دغه کسان لمړی په اصلي کاغذونو او اسنادو دوبۍ ته رسول کیږي او له هغه ځایه بیا د فوتو چینج اسنادو په ذریعه مطلوب هیواد ته استول کیږي.

د سفر د یوې نمایندګۍ مسئول وویل:« ځيني قاچاقبران خلک د اصلي اسنادو په ذریعه لمړی متحده عربي اماراتو او بیا یې سینیګال یا موریتانیا ته رسوي، هلته بیا هغوي ته په هوايي ډګر کې ویزې ورسیږي، چې بیا له هغه ځای څخه په مطمئینه توګه هسپانیې او یونان ته رسیدلی شي.

تر ټولو سخته لاره

په دې کار کې تر ټولو سخته او خطرناکه لاره د ایران څخه د ترکیې پر لور لاره ده. په دغه لاره اکثره کسان د ایراني ځواکونو لخوا په نښه کیږي. د سفر د نمایندګیو پر وینا په افغانانو کې اکثره متوسط خلک اروپا ته ځي چې ډیری یې آلمان سره شوق لري.

کارونو کې چټکتیا

له هغه وخته چې پاکستان څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د ستنیدو بهیر پیل شوی، پیښور کې د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې هم خپلو کارونو ته زور ورکړی دی. د دغې ادارې پر وینا چې اوس دوی په ورځ کې ۱۸۰۰ ستنیدونکې کورنۍ راجستر کوي.

دا چې پيښور کې میشت یو شمیر افغان مهاجر افغانستان ته د ستنیدو پرځای اروپا ته د تلو انتخاب لري، پوښتنه پيدا کیږي چې په اروپا کې به هغو لپاره د منلو شرایط په څه ډول وي، په اړه یې پروفیسور داکتر وقار حسین وايي:« د اروپا د مهاجرت په قانون کې د افغانانو لپاره ډیر لږ امکانات شتون لري، خو بیا هم افغان مهاجر کوښښ کوي چې د غیرقانوني لارو په ذریعه ځانونه اروپا ته ورسوي.

وقار حسین دویچه ویله سره په مرکه کې وویل، چې افغانستان کې خلک پيسې ګټي او بیا په هغو پيسو بهر ملکونو ته ځي، په داسې حال کې چې افغانستان په دغو حساسو شرایطو کې دغه شان تعلیم یافته ځوانانو ته خپله اړتیا لري. پروفیسور وقار حسین په دې اند دی چې اروپا ته د تلو پرځای افغانستان غوره دی. « په څو لمړیو کلونو کې به ستونزې وي،خو که که دوي د خپل هیواد د سوکالۍ لپاره کار وکړي، د وخت په تیریدو سره کیدای شي چې افغانستان کې هم د ژوندانه شرایط ښه شي».

د پاکستان تاوانونه

دغه پاکستانۍ داکتر وايي چې د افغان مهاجرو بیرته ستنیدل پاکستان لپاره دوه ستر اقتصادي زیانونو پرځای پریږدي« د کورونو په سکتور کې تاوانونه او د زیربناو د استخراج او خوراکي موادو په لګښت کې د کموالي راتلل».

د درو لسیزو په اوږدو کې ګن شمیر افغانان په افغانستان کې د جګړو له امله اروپايي هیوادونو؛ په ځانګړې توګه آلمان، فرانسې، بلجیم، یونان او ترکیې ته ولاړل او هلته میشت شول. له دغو افغانانو څخه ډیری یې له غیرقانوني لارو خپل ځانونه اروپا ته رسولي، چې تر اوسه هلته د سیاسي پناه د ترلاسه کولو په کوښښ کې دي.

مهاجر په بلغاريه کي
مهاجر په بلغاريه کيانځور: DW/E.Barbiroglio