1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان ښایي د امریکا د ځانګړي متحد له موقفه بې برخه شي»

۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو له مخې که چیرې پاکستان پر خپله خاوره د طالبانو پټنځایونو ته ادامه ورکړي، نو له دې خطر سره مخامخ دی چې د متحدو ایالاتو د ځانګړي پوځي متحد موقف له لاسه ورکړي.

https://p.dw.com/p/2ifoe
Russland Rex Tillerson bei Sergey Lavrov
انځور: picture alliance/AP Photo/I. Sekretarev

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن په واشنګټن کې ویلي چې که چیرې اسلام آباد پر خپله خاوره د ډیر شمیر ترهګرو سازمانونو په هکله خپل دریځ بدل نه کړي نو په وینا یې واشنګټن د فشار نورې وسیلي هم لري. د هغه په خبره په دغه څه کې د مرستو کمول، جزایي اقدامات او یا د ناټو له چوکاټه د باندې د متحد له موقف څخه لاس اخیستل ټول هغه انتخابونه دي چې د میز په سر پراته دي.

پاکستان یو له هغو ۱۶ هیوادونو څخه دی چې د ناټو د پوځي اتحاد غړی نه دی، خو د متحدو ایالاتو د امتیاز لرونکي پارتنر یا شریک څخه ګڼل کیږي. دغه دریځ له واشنګټن سره ګډ پوځي کار په نظر کې لري.

د ریکس تیلرسن تر څرګندونو د مخه د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په یوه وینا کې د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي بیان کړې وه. هغه په خپله وینا کې ویلي وو چې په پاکستان کې د ترهګرو سازمانونو د پټنځایونو په هکله نور چپ نه شي پاتې کیدای.

د تیلرسن په خبره ولسمشر ترمپ په خپلو څرګندونو کې په «څرګند ډول وویل چې موږ به ترهګر چې په هر ځای کې وي په نخښه کړو.» په عین وخت کې تیلرسن له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتو یادونه هم کړې. د هغه په خبره پاکستان په دې کې یو «مهم نقش» لوبولی شي چې د سخت دریځه طالبانو استازي د خبرو اترو میز ته کښینوي.

پاکستان د ترمپ نیوکې نهیلي کوونکي بللي دي او د ترهګرو سازمانونو د ملاتړ تور یې رد کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغسې ناسمو معلوماتو د خپریدو پر ځای متحده ایالات باید له پاکستان سره نږدې ګډه همکاري وکړي، څو ترهګري له منځه یوړل شي.