1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان څلور تندلاري اعدام کړي دي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

د پاکستان پوځ وایي چې څلور افراطيان یې اعدام کړي دي. دغه کسان د پوځي محکمې له لوري په ترهگرۍ محکوم شوي ول. له ۲۰۱۴م کال راهیسې په پاکستان کې تر۴۰۰ ډیر کسان اعدام شوي دي.

https://p.dw.com/p/2cihX
Deutschland Galgen im Neanderthal Museum Mettmann
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch

د پاکستان پوځ ویلي دي چې اعدام شوي کسان د پاکستاني طالبانو له بیلا بیلو وسله والو ډلو سره تړاو لاره. زیاته شوې ده چې محکومو شوو کسانو د ملکي کسانو، پوځ او پر یوه مسجد باندې پر تر سره شوو بریدونو اعتراف کړی وو. ویل شوي دي چې دغه کسان د چهارشنبې په ورځ اعدام شوي دي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې له ۲۰۱۴م کال راهیسې په پاکستان کې ۴۳۲ مجرمان په دار ځړول شوي دي. په دغه ډله کې تر څلویښتو زیات کسانو ته پوځي محکمو سزا اورلې وه. په ۲۰۱۴م کال کې په پاکستان کې پر اعدامونو باندې لگول شوی بندیز لیري کړای وو. دغه پریکړه په پیښور کې د ماشومانو پر یوه ښوونځي باندې د یاغیانو د برید وروسته شوې وه. په دغه برید کې شا او خوا ۱۵۰ کسان وژل شوي وو چې زیاتره یې ماشومان ول.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې زیاتره اعدام شوي کسان په جنايي جرمونو تورن شوي، نه په وسله وال یاغیتوب.

د بشري حقونو سازمانونه د پوځي محکمو له لوري د مرگ پر سزا باندې انتقاد کوي. د هغوی په خبره محاکمې د تړلو دروازو تر شاه تر سره کیږي او د هغې د مشروعیت په په هکله شکونه راپورته کوي. خو د پاکستان پوځ بیا وایي چې محکوم شوي کسان دا حق لري چې لوړې محکمې ته د دغه پریکړې پر ضد عریضه وکړي.