1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان شفقت حسین اعدام کړ

۱۳۹۴ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

د نړیوالو پر نیوکو سربیره په پاکستان کې د قتل په قضیه کې مجرم پيژندل شوې شفقت حسین، اعدام شو. د بشري حقونو سازمانونه وایي چې شفقت په ۱۴ کلنۍ کې نیول شوې وو او اعتراف یې د ربړونې په پایله کې اخیستل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1G9Iv
انځور: Getty Images/AFP/S. Qayyum

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې شفقت حسین، د پاکستان په سویل بندري ښار کراچۍ کې په دار زړول شوې.

حسین په ۲۰۰۴ کال کې تر داسې شرایطو لاندی د یو ماشوم د وژنې په تور مجرم پیژندل شو چې ډیرې پوښتنې یې رامنځ ته کړې. د پاکستاني حکومت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې شفقت حسین د جرم ترسره کولو او نیول کیدو پر وخت کې ۲۳ کاله عمر لاره. خو د هغه کورنۍ او مدافع وکیل وایې چې حسین په هغه وخت کې یوازې ۱۴ کلن وو او له دې امله باید د هغه سزا د اعدام پر ځای په عمر قید بدل شوې وای. د همدې جنجال له امله د هغه اعدامول څلور ځله وځنډول شول.

نړیوالې نیوکې

د بشري حقونو سازمانونو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي وو چې د شفقت حسین اعدامول دې وځنډوي او د یوې نوې محاکمې په ترڅ کې دې پر دې موضوع له سره غور وشي. د دغو سازمانونو په خبره د پاکستان پولیسو د ربړونې په زور پر شفقت حسین اعتراف کړی او اعتراف پاڼه یې پرې لاسلیک کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان نیوکه کړې چې د اعدام سزا د پاکستان او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی. د بشري حقونو نړیوال سازمانونه وايي چې تورن کس تر اعتراف مخکې نهه ورځي ربړول شوی وو. همدارنگه ملگرو ملتونو او اروپایې ټولنې هم د شفقت حسین پر محاکمې انتقاد کړی دی. د پاکستان د اساسي قانون محکمې د جون میاشتې په لومړیو ورځو کې د حسین د بخښنې غوښتنه رد کړی وه.

د بندیز لیرې کول

په پاکستان کې شپږ کاله د اعدام پر سزا بندیز لگول شوې وو. د ۲۰۱۴ کال په دسمبر میاشت کې د پاکستان په خیبر پختونخوا کې د یوه ښوونځي پر زده کوونکو د افراطي اسلامپاله طالبانو تر برید وروسته د دغه هیواد لومړي زویر نواز شریف، د اعدام پر سزا بندیز په بشپړ ډول ختم او په دغه قضیه کې ښکیل ترهگر یې اعدام کړل. وروسته تر دې د شپږو میاشتو په موده کې ۱۸۰ تنه اعدام شوي دي او په دې توگه نو پاکستان د هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې د اعدام د سزا کچه په کې ډیره لوړه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب