پاکستان: په کابل کې نیول شوي دیپلوماتان آزاد شوي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبهد اسوشیتد پرس خبري آژانس په وینا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې دغه دواړه استازي بيرته په کابل کې سفارت ته ستانه شوي دي.
پاکستان تر دې دمخه د دغو کسانو د نیولو په هکله افغانستان ته احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې دا له نړیوالو کنوانسونو څخه سرغړونه ده.
رپوټ زیاتوی چې د کابل پولیس د کوم چا له نیولو څخه بې خبرې ښيي. پاکستان د دغو دیپلوماتانو د هویت او دا چې دغه پیښه کله رامنځ ته شوې ده، په هکله هیڅ جزئیات نه دي ورکړي.
دواړه هیوادونه یو پر بل باندې د پولو په اوږدو کې د یاغیانو پر فعالیتونو باندي د سترگو پټولو تورونه لگوي. د روانې میلادي میاشتي په سر کې په چمن کې د سرحد پر سر لانجې په ترڅ کې د دواړو هیوادونو تر منځ نښته هم رامنځ ته شوه چې مرگ ژوبله یې هم لرله. له هغې راهیسې پاکستان له افغانستان سره په چمن کې خپله سرحدي لار تړلې ده.
د پاکستان ایکسپرس ټریبون، ورځپاڼې د خپلې یوې سرچینې له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دغه هیواد د استخباراتي ادارې له لوري د دوو دیپلوماتانو د نیولو پر سر افغانستان ته احتجاج کړی دی.
ورځپاڼي د خپلې سرچینې په هکله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان ملي امنیت ادارې دغه دوه دیپلوماتان هغه وخت په کابل کې ونیول چې د کابل په یوه مارکیټ کې یې له دوکان څخه قرطاسیه رانیوله. د ورځپاڼې په حواله افغانستان لا په دې هکله کوم غبرگون نه دی ښوولی.
ویل شوي دي چې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی وو او د پیښې په هکله یې ورته احتجاج کړی دی.
(AP/SR)