1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په پېښور کي پر پوځي اډې بريد ۲۹ کسان وژلي

۱۳۹۴ شهریور ۲۷, جمعه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چي وسله والو ياغيانو د جمعې په ورځ سهار تر پيښور دباندي پر يوې پوځي هوايي اډې يرغل کړی او په پيښه کي ۲۹کسان وژل سوي دي. د دوی په حواله په وژل سوو کسانو کي ۱۳ ئې افراطيان دي.

https://p.dw.com/p/1GYLW
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه، د جمعې په ورځ سهار رسنيو ته ويلي ول چي وسله والو ياغيانو لومړی د هوايي اډې د ساتونکو پر يوې دروازې يرغل وکړ خو ډېر ژر پر شا وتمبول سول. ده ويلي ول چي په پېښه کي دوه عسکر ټپيان سوي او ۶ ياغيان وژل سوي دي.

خو وروسته ئې بيا د ټولنيزي شبکې تويتر له لاري په یوه لنډ پيغام کي ليکلي دي چي په بريد کي ۲۹ کسان وژل سوي چي ۱۳ ئې افراطيان دي.

خو د ژغورونکي ډلي يوه افسر ويلي دي چي دوی ۲۰ تنه ټپيان روغتون ته انتقال کړي دي. هغه کس چي له رسنيو سره ئې د نوم د نه ښوولو په شرط خبري کړي دي، ويلي دي چي تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي په ټپيانو کي ښځي او ماشومان سته که څنگه.

په بريد کي ټپيان روغتون ته انتقال سوي
په بريد کي ټپيان روغتون ته انتقال سويانځور: Reuters/K. Parvez

ويل کيږي چي وسله والو پر دغي پوځي اډې باندي له دوو اړخونه يرغل کړی. وسله وال په دې توانېدلي چي د پوځي اډې په يوه مسجد ننوځي او هلته ۱۶ انسانان ووژني.

د پاکستانو طالبانو يوه وياند محمد خراساني، رسنيو ته په لېږل سوي پيغام کي د بريد مسئوليت پرغاړه اخيستی او زياته کړې ئې ده چي جنگياليو ئې د بريد پرمهال ښځو او ماشومانو ته لار ورکړې چي ووځي.

هغه ويلي دي چي جنگيالیو ئې د پاکستان د امنيتي ځواک ۵۰ کسان خپل هدف گرځولي دي، خو دغه شمېره تر اوسه پوري د پاکستاني چارواکو له خوا تائيد سوې نه ده.

يوه ځايي پوليس شهيد خان بنگښ، ويلي دي چي وسله والو طالبانو په يوې زوروره چاودني سره غوښتل چي هوايي اډې ته ننوځي: «موږ واورېدل چي وسله وال په راکټونو او درنو وسلو سمبال ول.» هغه زياته کړې چي وسله والو د ساتونکو پر پوستې يرغل وکړ خو هوايي اډې ته په ننوتلو ونه توانېدل.

د پيښي سيمه اوس د پوليسو او پوځ له خوا کلابنده سوې او پلټني پيل سوي دي.

Pakistan Angriff auf Luftwaffenstützpunkt in Peshawar
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د خيبر پښتونخوا ايالت مرکز پيښور ته نژدې د بډه بېري هوايي اډه چي په ۱۹۶۰مه لسيزه کي جوړه سوې ده، اوس د پوځي موخو له پاره نه کارول کيږي، بلکي دغه اډه يوازي د پوځيانو د هستوگني او هوايي وسلو د ساتلو ځای دئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب