چارواکي: په پاکستان کي د القاعدي مشر ووژل شو
۱۳۹۰ بهمن ۲۰, پنجشنبهپاکستاني چارواکو ویلي دي چي په پاکستان کي د القاعدې د ډلي مشر بدر منصور، د امریکايي بې پیلوټه الوتکي په یوه برید کي وژل شوی دﺉ.
ویل کیږي چي دې سړي افغانستان ته جنګیالي استول او په شمالي وزیرستان کي ئې د ترهگرو د روزلو یو کمپ هم درلود.
یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې د فرانسي له خبري آژانس سره خبري کړي دي ویلي دي: «هغه د توغنیدو په یوه برید کي په میرانشا کي ووژل سو. د هغه وژل کیدل به په پاکستان کي القاعده ضعیفه کړي.»
د بدر د ډلي یوه غړي هم پیښه تائيد کړې ده او د فرانسې خبري آژانس ته ئې د تليفون پر کرښه ویلي دي: «بدر منصور د توغندیو په برید کي ووژل شو.»
د میرانشا په سیمه کي پاکستاني استخباراتي چارواکو د بدر وژنه منلې ده خو يو شمېر نور پاکستاني چاروکي بیا په دې اړه په یو خوله نه دي. یو پاکستاني چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «موږ تر اوسه مطمئن نه یو. موږ نه شو کولای چي پیښه تائيد کړو.»
ویل شوي دي چي د بې پیلوټه الوتکي په دغه برید کي څلور یاغیان وژل شوي دي. په پاکستان کي د امریکايي بې پیلوټه الوتکو عملیات تیر کال د نومبر په میاشت کي له هغه وروسته ودرول شول چي د ناټو یوې څرخۍ الوتکي ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل.
خو په وروستیو ورځو کي دغه عملیات بیا پیل شوي دي. د چهارشنبې په ورځ هم په شمالي وزيرستان کي د یوې بې پیلوټه الوتکي په بريد کي لس تنه یاغیان ووژل سول.
مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل