پاکستان: په جگړه کي د امريکا مرستو ته اړ نه يو
۱۳۹۰ تیر ۲۰, دوشنبهدا د پاکستان د پوځ له لوري د امريکا د متحده ايالاتو تر هغه اعلان وروسته چي په سمدستي توګه يي پاکستان ته د ۸۰۰ ميلونو ډالرو مرستي پارچاو کړي لومړني غبرګون دی.
د پاکستان د پوځ وياند، اطهرعباس، ويلي:« د پاکستان پوځ مخکي او اوس هم د بهرنيو مرستو پرته کاميابه پوځي عمليات ترسره کړي دي.» هغه زياته کړي چي د پاکستان پوځ په رسمي توګه د مرستو د پارچاو کيدو څخه لا نه دی خبر.
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د اجرايي چارو مسؤل ويليم ډالي د يکشنبې په ورځ په يوه تلويزوني مرکه کي د دغه مرستو د پارچاو کيدو پخلی کړی وو.
عباس د پاکستان د لوی درستيز اشفاق کياني هغه بيانيي ته، چي د جولای د مياشتي پر نهمه نيټه خپره سوې وه په اشارې سره وويل، په کوم کي چي کياني ويلي ول چي د پوځ سره کيدونکي مرستو مخه به ملکي چارو ته واړول سي.
د امريکا متحده ايالاتو په کراتو د پاکستان څخه غوښتي چي د اورپکو د لا ځپلو له پاره دي ګامونه پورته کړي، د القاعدې ملاتړې ډله د حقاني شبکه دي ولټول سي چي د پاکستان د خاوري څخه په افغانستان حملي کوي.
خو پاکستان وايي چي يوازي د افغانستان پولي ته څيرمه د ترهگرو د ځپلو له پاره ۱۴۰ زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي.
همداراز د امريکا متحده ايالات د پاکستان په کراچي ښار کي د بندر پر سر تکيه کړې. د امريکا د متحده ايالاتو د پوځي تجهيزاتو تقريبا۵۰ سلنه له دي لاري افغانستان ته وړل کيږي. چي ډير ځلي د طالبانو او نورو اسلامي اورپکو له خوا تر حملو لاندي نيول کيږي.
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل