پاکستان: په تورخم کې به دروازه جوړوو
۱۳۹۵ خرداد ۲۶, چهارشنبهد تورخم په نښتو کې د یوه پاکستاني افسر او یوه افغان سرتیري د وژل کیدو تر څنګ، په ډواړو خوا کې ډیر کسان ټپیان شوي دي. پر دې سربیره پولي ته په یوه نزدې پروت کلي کې د دوو ماشومانو د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.
خو تر څو ورځو نښتو وروسته، اصلي ستونزه چې په تورخم کې د پاکستاني چارواکو له خوا د یوې دروازې جوړول دي، لا تر اوسه پوري پر خپل ځای پاته ده. ځکه پاکستان ویلي دي چې دغه دروازه به جوړه کړي او افغان اړخ یې هم په هر قیمت د مخنیوي هوډ کړی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه، رسنیو ته ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان پر ۲۶۰۰ کیلو متره پوله د اوسنیو اتو دروازو او «له پوله څخه د بې شماره غیر قانوني تیریدونکو کسانو» مدیریت یوه ستونزه ده. هغه زیاته کړې ده: «د اوسنیو دروازو تقویه کول به د ساختمانونو د جوړولو له لاري دوام ومومي او هیچا ته به هم اجازه ور نه کړل شي چې په غیر قانوني توګه له سرحده تیر شي.»
هغه روښانه کړې ده چې په سیمه کې د لا ډیرو نیمه پوځیانو ځای پر ځای کول د یاغیانو د تلو راتلو د مخنیوي پلان یوه برخه وه.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې هیواد کې د افغانستان سفیر احضار کړی او هغه ته یې د خپل افسر د وژل کیدو له کبله انتقاد رسولی دی.
باجوه ټینګار کړی دی چې دروازه د پاکستان په خاوره کې جوړیږي او هدف یې پر پوله د تګ راتګ تنظیمول دي. خو افغان حکومت بیا استدلال کوي چې پر شخړه ايز سرحد باندې د تاسیساتو جوړول د نړیوال اصولو خلاف دي.
په تورخم کې د چهارشنبې په ورځ هم نښتې شوې دي چې له کبله یې دوه تنه پاکستاني سرتیري تپیان شوي دي.