1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له طالبانو سره د سولي او جګړې ترمنځ

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

د پاکستان حکومت له پاره هغه خبره چي له طالبانو سره جګړه وکړي او که سوله، یوه معما باندي اوښتې ده. تر دې مخکې پلان شوې وه چې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف او طالبانو له خوا ټاکل شوي ډلي یو له بله سره خبري وکړې.

https://p.dw.com/p/1B2LH
Frontier Corps in Pakistan
انځور: DW/A.-G.Kakar

ډیر شمیر څارونکي وایي چې دا هغه خبري نه دي چې اوس ورته اړتیا ده. د شریف له خوا په ټاکل شوې ډله کې ډیر چارواکي او ژورنالیستان شامل دي او د طالبانو د خبرو اترو په استازي کې دیني علما برخه لري.

د خیبر پښتونخوا په مردان کې د عبدالولي خان له پوهنتون څخه د تاریخ استاد رسول بنګښ، وايي: «د سولي له پاره کومه هیله نه شته ځکه نه د حکومت له خوا ټاکل شوې ډله او نه هم د طالبانو ډله پر حساسو مسائیلو باندي د خبرو کولو صلاحیت لري.» هغه وایي تر هغه وخته چې طالبان او حکومت پخپله یو له بل سره مستقیمې خبري اتري و نه کړي د سولې چانس ډیر کم دی.

د پاکستان حکومت طالبانو ته رنگارنگ زیگنالونه ورکوي. د روان کال د جنوري میاشت پر ۲۳ نېټه پاکستاني چارواکو د نوازشریف په مشري یوه غونډه وکړه چې پکښې پریکړه وشوه چې د طالبانو پر وړاندي باید له زور څخه کار واخیستل شي.

تر دې غونډې وروسته نواز شریف په یوه بیانیه کې ویلي ول: «موږ کولای نه شو چې د هیواد واک طالبانو ته تسلیم کړو. موږ به له هغو کسانو سره خبري اتري وکړو چې غواړي تر خبرو مخکي تسلیم شي.» په پاکستان کې له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه په داسې حال کې زور اخلي چې نړیوال ځواکونه اوس له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي. داسې اټکل کیږي چې له افغانستان څخه د بهرنيانو په وتلو به یاغیان په سیمه کې لا ډیر وزر واخلي.

دا یوازي د پاکستان حکومت نه دی چې په عین وخت د خبرو اترو او جگړې پالیسي پر مخ بیایي. د تحریک طالبان پاکستان ډلي پر پاکستاني امنیتي ځواکونو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. له شمالي وزیرستان څخه پېښور ته تللی شهاب الدین خان، وایي چې که طالبانو په رښتیا سره هم غوښتلای چې له حکومت سره سوله وکړي، نو هغوی به خپلو بریدونو ته دوام نه ورکولای. هغه زیاتوي: «[له افغانستان څخه] د امریکایانو وتل به طالبانو ته ډیر قوت ورکړي او هغوی به وکولای شي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر قبایلو سیمو باندي پوره کنترول ولري.» پروفیسور هلال چې د پیښور په پوهنتون کې استاد دی هم په همدې نظر دی او وایي چې له افغانستان څخه د امریکایانو له وتلو سره به طالبان نور هم قوت واخلي.

په پاکستان کې له طالبانو سره د خبرو اترو یو ډیر قوي گوند د عمران خان تحریک انصاف دی. دغه گوند په خیبر پښتونخوا ایالات کې حکومت کوي. طالبان د پاکستان تر بلې هرې سیمې په خیبر پښتونخوا کې ډیر واک لري. په دې سیمه کې نه یوازي پاکستاني طالبان اډې لري، بلکي ویل کیږي چې ډیر شمیر افغان طالبانو هم له افغانستان څخه تر تیښتې وروسته په همدې سیمه کې فعالیتونه پیل کړي دي.

عمران خان وايي چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو پر ضد بریدونه کیږي خو تر اوسه پورې یې کومه پایله نه ده لرلې. هغه وایي: «زه داسې بیانیې اورم چې گويا د طالبانو کتاب نور تړل شوی دی. خو پایلي يې د ولس پر وړاندې دي. موږ هره ورځ د داسې بریدونو شاهدان يو چې پکښې بې وزله کسان وژل کیږي.»

د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر عبدالجبار، وايي چې همدا اوس د خبرو اترو وخت دی، ځکه د هغه په خبره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان ډیر پیاوړي شي. هغه وایي: «[تر ۲۰۱۴ کال وروسته] یوازي د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ بهرني سرتیري به په افغانستان کې پاته شي چې ډیر شمیر به یې امریکایان وي. دغه سرتیري به د افغان ځواکونو په روزنه او له طالبانو سره د هغوی په جگړه کې مرسته وکړي. په داسې یوه حالت کې به په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې جگړه ډیره سخته شي ځکه اوس چې په دې هیواد کې ۳۷۵۰۰ امریکايي او ۱۹۰۰۰ د ناټو سرتیري میشته دي بیا هم طالبان ډیر قوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پیپلز گوند بیا غواړي چې حکومت د طالبانو پر ضد یو واضیح موقف خپل کړي. خو عمران خان بیا استدلال کوي چې که امریکایان په افغانستان کې له طالبانو سره خبري اتري کولای شي نو ولي پاکستانیان کولای نه شي چې له پاکستاني طالبانو سره مذاکرې وکړي.