1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې څومره جدي دی؟

۱۳۹۶ فروردین ۱۸, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرداج عزیز، ویلي چې په هیواد کې یې ترهګریزي پیښي لږ شوي. خو هلته نزدې هره اوونۍ بریدونه کیږي، آیا دغه هیواد په رښتیا هم د افراطیت ستونزي د حلولو هڅه کوي؟

https://p.dw.com/p/2asVS
DW Sendung Conflict Zone - Sartaj Aziz

سرتاج عزیز د دویچه ویله له «کانفلیک زون» خپرونې سره په مرکه کې وویل: «په تیرو دوو کلونو کې د رامنځ ته شوو پیښې شمیر۷۰ سلنه راکم شوی دی. که دا ښه پرمختګ نه وي، نو زه غواړم په نړۍ کې داسې یو هیواد ووینم چې په دومره لږ وخت کې یې د ترهګرۍ پر ضد دومره ډیر پرمختګ کړی وي.»

عزیز د «خوراکي موادو او زراعت سازمان مشر» او بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر وو او اوس د پاکستان د لومړي وزير د بهرنیو اړیکو مشاور دی. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې د خپل هیواد د وضعیت په اړه وویل: «موږ د روسانو له خوا د افغانستان د اشغال او بیا د سپتمبر د یولسمي نیټې د پیښې له کبله ډیر زوریدلي یوو. دا هغه ستونزې دي چې زموږ له پاره یې جنجالونه رامنځته کړي دی. خو اوس موږ په دې توانیدلي یو چې د هغه بنسټونو ملا ماته کړو چې ترهګړو جوړ کړي وو... له دې کبله هغوی اوس د پخوا په څیر د بریدونو ترسره کولو ظرفیت نه لري.»

د ترهګرو پټنځایونه

د پاکستان پوځ او سیاسي مشران له ډیر وخت راهیسې ادعا کوي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده. لومړي وزیر نوازشریف د ۲۰۱۶م کال په جون میاشت کې د «ضرب عضب» د دویمي کلیزې په مناسبت دغه خبره تکرار کړه. په دې عملیاتو کې چې د افغانستان پولې ته نزدې د یاغیانو د ځپلو په موخه پيل شوي دي، په زرونو پاکستاني سرتیري ښکیل دي.

د پاکستان پوځ وایي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې هدف یې په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو له منځه وړل دي، ۳۵۰۰ ترهګر وژل شوي دی. پوځ دغه عملیات یوه بریا بولي.

خو د تیر کال په دسمبر میاشت کې بیا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکایي قوماندان جنرال جان نیکولسن، پر پاکستان باندي هغو ترهګرو ته د پټنځایونو د برابرولو تور ولګاوه چې پر افغان او امریکایي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

سرتاج عزیز بیا دغه تور ردوي: «زه فکر نه کوم چې موږ هغوی ته پټنځایونه برابرو. د پټنځای معنی څه ده؟ زموږ په قبایلي سیمو کې د سپتمر د یوولسمې تر برید وروسته پټنځاونه موجود وو. خو اوس هغه ویجاړ شوي دي.»

د ستري محکمې څیړنه

د پاکستان چارواکي د دې هیواد د نورو بنسټونو تر نیوکو لاندي هم دي. د پاکستان د سترې محکمې یوه کمیسیون چې د ۲۰۱۶م کال په اګست میاشت کې تر برید وروسته چې تر۷۰ ډیر کسان یې ووژل، جوړ شوی وو، د دغه هیواد د ترهګرې ضد ملي اداره، استخباراتي سازمان او حکومت وغندل.

د سترې محکمې دې کمیسیون ویلي دي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد قوانین جوړ شوي خو هغه په سمه توګه نه پلي کیږي. د دې ازونې په ځواب کې سرتاج عزیز وویل: «موږ وايي چې موږ اوس د ترهګرو ملا ماته کړې ځکه د هغوی زیربیناوې مو چې په قبایلي سیمو کې وې له منځه وړي دي.»

عزیز زیاته کړه: «پر دې سربیره موږ ګډ عملیات پيل کړي دي چې هغه کسان په نښه کړو چې اوس هم هلته [فبایلي سیمو کې] موجود دي. دا واضیح خبره ده چې هغوی پاته سوي په ټول هیواد کې تیت دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په رپوټ کې راغلي دي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه ناکامه شوې او د کورنیو چارو پر وزارت یې نیوکه کړې ده چې د داسې سازمانونو له مشرانو سره یې لیدلي دي چې په پاکستان کې یې پر فعالیت باندې بندیز لګیدلی دی.

خو عزیز بیا د خپل هیواد د کورنیو چارو وزیر هڅې وستایلي او ټینګار یې وکړه چې د پاکستان هڅې د دې لامل شوي دی چې په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو برخو کې د ترهګریز فعالیتونه مخ پر زیاتیدو دي، په پاکستان کې دغه شان کړه وړه کم شوي دی.

د عزیز پر ادعاو سربیره هم په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کیږي او د حکومت هغه خبره یې چې د ترهګرو ملا ماته شوې له سوال سره مواجه کړې ده.

په فبروري میاشت کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۱۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. یوازې یوه برید ۸۸ قربانیان لرل.