1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ـ پخوانی استخباراتي مشر د افشاګریو له امله احضار شوی

۱۳۹۷ خرداد ۶, یکشنبه

د پاکستان پوځ د «آی. اس. آی» پخوانی مشر جنرال اسد درانی د پوځ د قوانینو د ماتولو له امله احضار کړی. نوموړي د هندوستان د استخباراتي ادارې د پخواني مشر سره په ګډه یو کتاب لیکلی چې ځینې پټ معلومات یې پکې خپاره کړي.

https://p.dw.com/p/2yOQ6
Pakistan Asif Ghafoor
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د ۱۹۹۰نه تر ۱۹۹۲م کال پورې  د پاکستان د استخباراتي ادارې یا «آی. اس. آی» مشر تقاعد شوی ډګر جنرال اسد دراني په خپل ګډ کتاب کې د ملي رازونو د افشاګریو له امله د دې هیواد د پخواني لومړي وزیر نواز شریف تر سخت انتقاد لاندې هم راغلی دی.

په یو بې ساري اقدام سره، اسد دارني د هندوستان د استخباراتي ادارې د تحقیق او ارزونې د څانګې له پخواني مشر اې. اس دولت سره په ګډه د «د جاسوسانو یادښتونه: را، آی. اس. آی او د سولې خیال» تر عنوان لاندې په ګډه یو کتاب لیکلی.

Buchcover: "The Spy Chronicles RAW, ISI and the Illusion of Peace" von A.S.Sinha Dulat / Asad Durrani
انځور: harpercollins

په دې کتاب کې هندي ژورنالست ادیتیا سنها له اسد دراني او دولت سره د افغانستان، کشمیر، د هندوستان او پاکستان د ترینګلیو اړیکو په ګډون په نورو مختلفو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور ویلي چې د استخباراتي ادارې پخوانی مشر اسد دراني د مې میاشتې په ۲۸ نیټه د پوځ قرارګاه ته غوښتل شوی او د «جاسوسانو یادښتونو» په کتاب کې د نوموړي له خولې د لیکل شوو نظریاتو په هکله به د هغه د موقف په هکه وپوښتل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړې چې په کتاب کې خپاره شوي ځینې معلومات د پوځ د تقاعد شوو او برحاله چارواکو باندې عملي کیدونکی د پوځ د قوانینو ماتول دي.

بل لوري ته د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف هم هڅه کړي چې د اسد دراني د افشاګریو او د هندوستان د ممبي ښار په ترهګریز برید کې د پاکستاني وسلوالو د لاس لرلو په هکله په خپله د نوموړي د څرګندونو ترمنځ یوه موازې کرښه رسم کړي. نواز شریف په دې وروستیو کې ویلي وو چې د د ممبي ښار په ترهګریز برید کې پاکستاني یاغیانو لاس درلود چې د نوموړي د دې څرګندونو له امله ان د پاکستان د ملي امنیت شورا پر نواز شریف سخت انتقاد وکړ.

د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې نوازشریف په اصطلاح د پاکستان د سرې کرښې د لمس کولو هڅه کړې او د پاکستان پر غښتلي پوځ په ځانګړې توګه په هندوستان کې یې پر شکمنو نیابتي جنګیالیو انتقادونه وکړل.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف د پاکستان یادې انګلیسي ورځپاڼې ته په خپله مرکه د ممبي بریدونو د ګڼ شمیر شکمنو کسانو نا بشپړو شویو دوسیو ته په اشاره سره ویلي وو: «وسلوال سازمانونه فعال دي. هغوی ته نا دولتي کارکوونکی ووایئ او آیا هغوی ته باید اجازه ورکړل شي چې له پولې واوړي او په ممبی ښار کې ۱۵۰ کسان ووژني؟ توضیح راکړئ. ولې موږ دغه محکمه نه یو بشپړولی؟»

Pakistan Indien Anschläge von Mumbai Taj Hotel
انځور: picture-alliance/dpa

د هندوستان د ممبيي ښار په ترهګریز برید کې ۱۶۶ کسان ووژل شول او نږدې یې دغه دواړي رقیب ګاونډي هیوادونو د جګړې میدان ته داخل کړي وو. د ځینو رسینو رپوټونو د چاپ شوي کتاب په استناد د دراني له قوله ویلي چې نوموړي د هند تر ولکې لاندې کشمیر په ناکراریو کې د پاکستان لاس لرل تائید کړي دي.

په عین حال کې نوازشریف هم په یاد کتاب کې د اسد دراني د نظریاتو په هکله د ملي امنیت د شورا د دایریدو غوښتنه کړې او پر اسد دراني یې د سري معلوماتو د افشا کولو تور پورې کړ. نواز شریف د تیر کال په جولای میاشت کې له واکه لیرې کړل شو خو ګوند یې لا هم په په دې هیواد کې په واک کې دی.

زموږ له آرشیف څخه: